د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هغه وړانديز تاييد کړ چې له مخې يې افغانستان کولای شي له امريکا تر شپېتو میلیونه ډالرو پوري وسلې وپيري څو د افغان امنیتي ځواکونه د تروريزم پر ضد په ښه توګه جګړه وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند وايي چې افغان ځواکونه اوس هم امریکايي وسلې کاروي او دا وسلې به د افغان امنيتي ځواکونو سره د وسله والو پر ضد په جګړه کې ډېره مرسته وکړي.

د امريکا د دفاع او امنيت د همکارۍ موسسې په يوه اعلاميه کې ويلي چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د وسلو د خرڅيلاو پرېکړه تاييد کړې ده چې له مخې يې افغانستان تر ۶۰ میليونه ډالرو پوري له امریکا څخه وسلې پېرلای شي.

اعلاميه زیاتوي چې وړانديز شوي وسلې به د امریکا د ستراتيژيک ملګري هېواد افغانستان سره د ثبات راوستلو په هڅو کې مرسته وکړي او همداراز به د سخت دريځو پر وړاندې په تهاجمي عملياتو کې ګټورې ثابتې شي.

په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري ازادي راډيو ته وويل چې افغان ځواکونه دغو وسلو ته اړتيا لري.

وزیري: افغان ځواکونه دغو وسلو ته اړتيا لري.

وزیري: افغان ځواکونه دغو وسلو ته اړتيا لري.

هغه زیاته کړه:

"اکثره يې سپکې وسلې دي، زموږ په وسله وال پوځ کې موږ له همداسي وسلو استفاده کوو، دا وسلې زموږ لپاره ډېرې اړينې دي، دا ماشينګنې، سنايپرې او ټوپکونه زموږ د وسله وال پوځ لپاره ډېر اړين دي ځکه زموږ وسله وال پوځ په همدغو وسلو سمبال دی، دا باید تل مدرن شي، تهیه شي، نوي شي، دلته اکثره جګړه ده نو وسلې خرابېږي، له منځه ځي، نو دا وسلې زموږ د وسله وال پوځ د تقويې او غښتلتيا لپاره ډېرې ضروري دي."

د امریکا د دفاع او امنيت د همکارۍ موسسه په خپله اعلاميه کې وايي چې که د وسلو د خرڅيلاو دغه معامله وشي، دا به د افغانستان امنيت ته د امریکا د ژمنتيا څرګندونه وکړي.

د دې موسسې د اعلاميې له مخې، افغانستان داسي وسلو ته اړتيا لري چې تر یوه زیات کس له خوا کارول کېږي، ځکه چې افغان ځواکونه د سخت دريځو له تهدید سره مخامخ دي او د خپلې خپلواکي په ساتلو کې ورته دغه وسلې مهمې دي.

ښاغلی دولت وزيري په دې اړه زياتوي:

"زموږ د وسله وال پوځ وسلې ټولې امریکايي دي، د امریکا د متحده ايالاتو له خوا تهيه شوي دي، نو که چېري موږ وسلو ته ضرورت لرو، د امریکا متحده ايالات يې پخپله زموږ پوځ ته ورکوي او که چېري موږ اړتيا پيدا کړو چې وايې خلو، هغه هم په هغه صورت کې چې زموږ وسلې امریکايي دي نو زموږ لپاره دا اړينه ده چې د امريکا له متحده ايالاتو څخه يې واخلو."

اعلاميه زياتوي چې له دغو دفاعي مهماتو پرته به، افغان پوځ د امنيت او ثبات ساتلو لپاره اړينې وړتياوې ونه لري.

اعلاميه همداراز وايي چې افغان امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه روزل شوي او چمتو دي چې دغه وړانديز شوي مهمات وکاروي.

اعلاميه وایي چې افغانستان به د خپلو وسله والو ځواکونو لپاره د دې وسلو په جذبولو کې هيڅ ستونزه نه لري.

XS
SM
MD
LG