د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

سرخط: سیاسي کړکېچ او لوی ازمیښت


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم د ولسشمر او اجرائیه رئیس ترمنځ د سیاسي اختلافاتو او د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۹۷ کلیزې په اړه د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اختلاف ټکي له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړل.

وړاندې په مطلب کې راغلي د سیاسي توافقنامې عملي کېدل، د حکومت څرنګوالی، په بهرني او کورني سیاست کې د دواړو مشرانو ګډ نظر، د وزیرانو په اړه د دواړو مشرانو یو ډول برخورد، د انتخاباتي نظام اصلاح او ګمارنې هغه موضوعاتو و چې دواړو مشرانو پرې خبرې وکړې.

همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې یادونه کړې چې سیاسي بن بست پوځي ماتې ته زمینه برابره وي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د ولس ستونزه د ولسمشر محمد اشرف غني ــ د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر لانجې ډېره لویه ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ولسشمر او اجرائیه رئیس په کتنه کې د ښاغلي عبدالله قناعت نه دی حاصل شوی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ستونزه د مشرانو په اختلاف او که د حکومت په ډول کې ده؟

په سرمقاله کې یادونه شوې د حکومت ډول داسې دی چې د مشرانو ترمنځ به یې اختلاف، فساد او ناقانونۍ رامنځ ته کېږي نو له همدې امله افغان ولس غواړي چې د حکومت ډول بدل شي او بېرته د اساسي قانون سره سم یو حکومت واکمن شي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکل شوي سیاسي کړکېچ او لوی ازمیښت.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي اړتیا ده چې ولسمشر اوسنیو مسایلو په اړه جدي برخود وکړي او د ولسمشر په توګه هیڅ معاملې ته غاړه کېنږدي.

ملي ارمان:

بل لوری ملي ارمان ورځپانې لیکلي د دواړو مشرانو ترمنځ د واک عادلانه وېش د اوسنیو ستونزو د حل لاره ده.

بل خوا بیا یوشمېر نورو ورځپاڼو د افغان ولسمشر د هغو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې چې د ازادۍ د ورځې په مناسبت یې کړې وې.

هېواد:

هېواد ورځپانې د ولسمشر له قوله لیکلي افغانستان به خپل بهرنی سیاست هېڅکله هم بل چاته ونه سپاري.

وړاندې په مطللب کې د غني له قوله ویل شوي په افغانستان کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ترهګرې ډلې راټولې شوې او د هېواد د نظام پر ضد جنګېږي.

د همدې ورځپانې په سرمقاله کې راغلي د ترهګرۍ له منځه وړل د سیمې او نړۍ ستر مسؤلیت دی.

XS
SM
MD
LG