د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

عبیدي: د کابل ښار چاودنه کې یو تن ټپي شوی


د کابل امنیتي چارواکي وايي چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې یو تن ټپي شوی دی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډيو ته وویل چې یاده چاودنه نن شنبې سهار اووه نیمي بجې د کابل ښار د ۱۶ امنیتي حوزې اړوند د قلعه زمان خان په سیمه کې د ملي اردو پر رنجر موټر د چسپکي ماین له امله شوې ده.

تر دامهاله ددې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې او تر هغه وروسته د پنجشنبې په ورځ د ترافیک څلور لارې کې هم د چسپکي ماینونو له امله چاودنې وشوې چې څلور تنه یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG