د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

محقق: سیاسي بحران به امنیتي او اقتصادي بحران څو برابره کړي


د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وايي، که په هېواد کې سیاسي بحران راشي، امنیتي او اقتصادي بحران به څو برابره زیات کړي.

محمد محقق د جمعې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د شبیه سازي په دوهم کنفرانس کې پرته له دې چې د کوم کس نوم یاد کړي وویل، هغوی چې وايي، په یوازیتوب به پر مخ ولاړ شي، دا سمه نه ده.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وویل، که دولت تجزیه شي، امنیتي ځواکونه به د ترورېزم پر وړاندې جګړه ونه شي کړای.

د ملګرو ملتونو د شبیه سازي دوهم کنفرانس
د ملګرو ملتونو د شبیه سازي دوهم کنفرانس

ښاغلي محقق زیاته کړه:

"اقتصاد، امنیتي وضعیت خراب او سراسري مات ګوډ دی او که د دې ترڅنګ سیاسي بحران هم رامنځته شي، دا به یو مصیبت وي. دا مسئله به د خلکو ملا ماته کړي. که په حکومت کې یوه تجزیه رامنځته کیږي، بیا د عسکر او صاحب منصب لاس کارنه کوي چې له ترورېزم سره وجنګیږي. که دا وضعیت یې ښه کړو نوښه ده او که چا مشوره ورکړه چې نه موږ په یو اړخېزه توګه پر مخ ځو او په دې توګه یې پیل کړه، نو پیل به یې هم په هماغه ‌شان او سقوط به یې هم هماغه وي."

ښاغلي محقق دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې اجرائیه رئیس او جمهور رئیس ترمنځ په ځینو مساېلو کې د اختلافونو خبرونه خپاره شوي دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ له جمهور رئیس اشرف غني سره په لیدنه کې خپل اختلافي نظریات او وړاندیزونه جمهور رئیس ته بیان کړي دي.

اجرائیه رئيس شاوخوا ۱۰ ورځې دمخه اعتراض وکړ چې جمهور رئیس له تېرو درېیو میاشتو را په دیخوا له ده سره یو ځل هم خبرې نه دي کړي
اجرائیه رئيس شاوخوا ۱۰ ورځې دمخه اعتراض وکړ چې جمهور رئیس له تېرو درېیو میاشتو را په دیخوا له ده سره یو ځل هم خبرې نه دي کړي

اجرائیه ریاست ویلي په پام کې ده چې د دواړو مشرانو په دوهمه لیدنه کې جمهور رئیس هم خپل نظریات وړاندې او نتیجه به یې د دوی په درېیمه ناسته کې معلومه شي.

اجرائیه رئيس شاوخوا ۱۰ ورځې دمخه اعتراض وکړ چې جمهور رئیس له تېرو درېیو میاشتو را په دیخوا له ده سره یو ځل هم خبرې نه دي کړي او جمهور رئیس یې د ملي یووالي د حکومت د تفاهم لیک د موادو پر نه عملي کولو تورن کړ.

بل‎خوا جمهوري ریاست د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرګندونې د حکومتولۍ له موازینو خلافې ګڼلي دي.

په ورته وخت کې ځیني کارپوهان وايي، د ډېرو بحرانونو د رامنځته کېدو لامل، داخلي اختلاف وي.

د دې کارپوهان له ډلې جاوید کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، د اختلافاتو دوام کولای شي منفي پایلې رامنځته کړي.

کوهستانی: د اختلافاتو دوام کولای شي منفي پایلې رامنځته کړي.
کوهستانی: د اختلافاتو دوام کولای شي منفي پایلې رامنځته کړي.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"که د یو سیاسي نظام دننه اجماع نه‎وي، بحران په کې جوړیږي او د بحران دوام د خلکو پر ژوند ناوړه اثر پرې باسي. د افغانانو مهاجرتونه، په هېواد کې د پاکستان څرګندې لاسوهنې، د طالبانو او لشکرطیبه حملې په حکومت کې د همغږۍ د نشتوالی زیږندې دي."

همدارنګه ځنیي د نظر خاوندان وايي، د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف کولای شي چې تر یوه حده د بحران د رامنځته کېدو سبب شي.

دوی تاکید کوي چې دا اختلافونه باید د خبرو اترو له لارې اوار شي.

د دې کارپوهان له ډلې بشیر هاتف ازادي رادیو ته وویل، که دا اختلافات دوام وکړي، خود غرضه کړۍ به ځینې د نظام په کمزوري کولو کې کار واخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG