د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د موی تای د استقلال جام د اتلولۍ سیالۍ پیل شوي دي.

د موی تای د ملي فدراسیون ادارې مرستیال استاد عبدالجمیل محمدي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل، بامیان، هرات، پکتیا او غزني ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ نن د زمري میاشتې په ۲۹مه د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې د بېرته ترلاسه کولو ته د درناوي په خاطرد هېواد په بېلابېلو برخو کې پیل شوي.

XS
SM
MD
LG