د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د تېر کال په پرتله د سوداګرۍ سطح ۳۰ فیصده کمه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان الکوزي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له بهرنیو هېوادونو څخه واردات کم شوي او په بازارونو کې خوراکي موادو ته د خلکو تقاضا هم کمه شوې ده.

ښاغلی الکوزی وایي، پر سوداګرو د مالیاتو د زیاتوالي له امله په بازارونو کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"تقریباً له ۳۰ فیصده زیات په مارکیټ کې د خوراکي موادو تقاضا کمه شوې ده؛د خلکو د ژوند سطح ټیټه شوې ده په بازارونو کې عرضه شته خو تقاضا کمه شوې ده.بازار او سوداګرۍ د تېرکال په پرتله ۳۰ فیصده کمه شوې."

ښاغلي الکوزي له حکومتي اړوندو ادارو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د اجناسو د مصرف، تولید او وارداتو په اړه څېړنه وکړي ترڅو مستهلکینو او سوداګرو ته زیان ونه رسیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د بهرنیو مرستو له کمېدو سره په هېواد کې اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ دی.

XS
SM
MD
LG