د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

وحیده ښکلې: د ښځو د حقوقو شعار دې په عمل بدل شي


وحیده ښکلې
وحیده ښکلې

د میدان وردګو ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولینې له خلکو غواړي چې خپلو خویندو، لوڼو او مېرمنو ته د دوی قانوني او شرعي حقوق ورکړي.

دوی زیاتوي، په ټولنه کې ډیری ټولنیزې ستونزې له‎دې کبله دي چې تر اوسه هم ښځې له خپلو شرعي او قانوني حقوقو بې برخې ساتلې شوې دي.

د میدان وردګو د ښځو چارو رييسه وحیده ښکلې وايي چې نور باید د ښځو د حقونو په اړه د تشو شعارونو له دایرې راووځو او په عمل کې ښځو ته خپل حقوق وسپارو.

نوموړې زیاتوي، تر څو چې ښځې له خپلو حقوقو محرومې وي دا شته ټولنیزې ستونزې همدارنګه د ټولنې او کورنۍ د اصلاح لپاره هڅې کوم ځای نه نیسي.

وحیده ښکلې زیاتوي:

"مهر دی، که میراث دی، که حق د انتخاب او زده کړو يې دی، د دې ټولو نه زموږ د وردګو ښځې محرومې دي، زما هیله د دولت، ولس او علماوو څخه دا ده چې راځئ نور نو له شعاره ووځو او په عمل کې د ښځو حقوقو ورکړو، په‎دې توګه کولای شو چې خپله ټولنه او کورنۍ اصلاح کړو، تر څو چې زموږ ښځې له خپلو حقوقو څخه برخمنې نشي، تر هغې زموږ ټولنه او کورنۍ نشي اصلاح کیدای او له همدې کبله موږ د بدبختیو سره لاس او ګریوان یو."

د میدان وردګو د ښځو چارو رئيسه وړاندې وايي، د قوانینو څخه د ښځو بې خبري، د کورنیو څخه ویره او نور شته ګواښونه د دې لامل کیږي چې ښځې خپلې قضیې پټې وساتي او د ناخوالو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي.

مدنی فعاله فهیمه وردک وايي چې ښځو ته باید هغه برنامې جوړې شي چې په هغې سره دوی پر ځان بسیا کیدلای شي.

نوموړې زیاتوي:

"له دولت نه خو ډېر ډېر امیدونه لرو او د علمي کولو فکر يې نه کوو، خو غوښتنه مو داده چې موږ ته دلته په وردکو کې هغه پروګرامونه جوړ کړي چې ښځې په اقتصادي لحاظ په ځان متکي کولای شي."

مدنی فعاله فهیمه وردک وايي چې ښځو ته باید هغه برنامې جوړې شي چې په هغې سره دوی پر ځان بسیا کیدلای شي.
مدنی فعاله فهیمه وردک وايي چې ښځو ته باید هغه برنامې جوړې شي چې په هغې سره دوی پر ځان بسیا کیدلای شي.

د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني په یاد ولایت کې د ښځو یو شمېر محرومیتونه مني، خو زیاتوي چې ځايي اداره او اړوند ارګانونه يې د ښځو د حقوقو تامینولو ته ژمن دي.

ښاغلی زماني زیاتوي، له ټولو علماوو يې غوښتي چې د جومات له ممبرونو د ښځو د حقوقو اواز اوچت کړي او ولسونو ته په‎دې برخه کې په هر اړخېز ډول باب عامه پوهاوی ورکړي.

ځونډي ګل زماني وايي:

"موږ ټولو عدلي او قضايي ارګانونو ته هدایت کړی دی چې د ښځو پر حقوقو غور وکړي، په ښځو ظلم او تیری ونه‎شي، د دې په خاطر چې موږ په‎دې برخه کې بنیادي کار کړی وي، ټولو علماوو سره مو مشوره کړې ده چې هغوی د جوماتونو له ممبرونو څخه اواز اوچت کړي او د اسلام له نګاه نه خلک د ښځو په حقوقو باندې وپوهوي."

د میدان وردکو والي د ښځو لپاره د کارموندنې په برخه کې هم د ځنو اقتصادي پروګرامونو یادونه کوي او زیاتوي چې د کرنې او اوبو لګولو ریاست لخوا د یاد ولایت ښځو ته د سبزيجاتو، د کرنیزو توکو د پروسس همدا راز د لبنیاتو یو شمېر پروژې ورکړل شوي چې کارونه يې پر مخ روان دي.

ځونډي ګل زماني وړاندې وايي، ځنو مرستندویه موسسو او د کرنې ریاست میرمنو ته د چرګو او چرګوړو همدارنګه د ځنو شیدي ورکوونکو او نسلي څارویو د وېش پروګرامونه هم روان کړي دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG