د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

بلوچستان کې د نريندرا مودي او برهمداغ پرضد مظاهرې وشوې


د هند صدراعظم نريندرا مودي چې په‎خپله وروستۍ وينا کې پر بلوڅانو د پاکستاني حکومت د ظلم په اړه خبره کړې وه، يوه جلاوطنه خپلواکي غوښتونکي بلوڅ مشر برهمداغ بګټي يې هرکلى کړى وو، دې خبرې د بلوچستان د حکومت او ځينو خلکو غوسه را پارولې او پرون د بلوچستان په ډېرو سيمو کې په دې اړه احتجاجي مظاهرې شوې چې په‎کې يې د هند د صدراعظم او برهمداغ بګټي وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلې دي.

په دې وروستيو کې په جرمني او ځينو نورو اروپايي هېوادونو کې جلاوطنه خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو احتجاجونه وکړل او ويې ويل چې په بلوچستان کې پر بلوڅانو ظلم کېږي او بشري حقونه يې تر پښو لاندې کېږي.

دې ته په پام سره د هند صدراعظم نريندرا مودي د هند د ازادۍ د ورځې جشن ته په وينا کې وويل چې د بلوچستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير او د ګلګت خلکو د هغوى لپاره پر غږ پورته کولو د ده مننه کړې ده، خو تر دې يې هم څو ورځې وړاندې په يوه وينا کې وويل:

"اوس وخت راغلى چې پاکستان بايد په بلوچستان او تر خپل واک لاندې کشمير کې د مرموزو تېريو ځواب ووايي".

د خپلواکي غوښتونکي بلوچ ريپبلکن ګوند جلاوطنه مشر برهمداغ بګټي څو ورځې وړاندې د هندي صدراعظم د دې وينا هرکلى وکړ او د هند دا ګام يې وستايه چې د ده په وينا په بلوچستان کې يې د بشر ضد اعمالو د را برسېره کولو خبره کړې ده.

برهمداغ بګټي په دې اړه په فېسبوک کې پر خپله پاڼه خپره شوې وينا کې ويلي:

"زه د ټول بلوڅ قوم په استازيتوب د هند د صدراعظم ښاغلي نريندرا مودي صاحب مننه کوم چې د بلوچستان د ستونزو په اړه يې خبره وکړه او زه هيله من چې د هند حکومت، رسنۍ او ټول خلک به نه يوازې د بلوڅو په ملاتړ غږ پورته کړي، بلکې په عمل کې به هم د بلوڅانو د خپلواکۍ لپاره هڅه وکړي."

د پاکستان حکومت د هندي صدراعظم دا خبره په کلکه وغندله او دا يې په بلوچستان او کشمير کې ښکاره لاس وهنه وبلله.

د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه، چمن، خضدار، نوشکي او ځينو نورو سيمو کې د حکومت، تجارانو او څو سياسي ګوندونو له‎خوا په دې اړه احتجاجي مظاهره وشوې چې په‎کې د هند د صدراعظم نريندرا مودي او برهمداغ بګټي په ضد شعارونه ورکړل شول او د دوى مجسمو ته اورونه ورکړل شول.

سرفراز بګټي د برهمداغ بګټي په ضد شعارونه ورکړل
سرفراز بګټي د برهمداغ بګټي په ضد شعارونه ورکړل

د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي د برهمداغ بګټي په ضد شعارونه ورکړل او د نريندرا مودي وينا يې وغندله:

"زه مودي صاحب ته وايم بلکې زه به هغه ته هيڅکله صاحب ونه وايم، تا په دې بيان سره زموږ مرسته وکړه، د خپلو شهيدانو په وينو قسم خورم چې د هغوى د وينو بدل به واخېستل شي."

په چمن کې د هندي صدراعظم او برهمداغ بګټي په ضد را وتلو سلګونه مظاهره چيانو هڅه کوله چې پر وېش پوله د افغانستان خاورې ته واوړي، خو سرحدي سرتېرو يې مخه ونيوله، مظاهره چيانو تور پورې کاوه چې هند د افغانستان له لارې په بلوچستان کې د بلوڅو وسله‎والو ملاتړ کوي.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زيهري د حقوقو په پوهنتون [لاء کالج] کې په دې اړه احتجاجي غونډې ته په وينا کې وويل چې ځيني تش په نامه ملتپال په بهرنيو هېوادونو کې ناست دي او غواړي چې بلوچستان د هند غلام کړي، خو وايي د بلوچستان خلک به هيڅکله د دې اجازه ور نه‎کړي.

کوټه کې مظاهره
کوټه کې مظاهره

زيهري وويل برهمداغ بګټي د بلوچستان د يو فيصد خلکو ملاتړ هم نه لري:

"خلک له خپل وطن سره د مينې په خاطر احتجاج ته را وتلي دي، برهمداغ صاحب ته پر خلکو غږ وکړه را ويې باسه، زه تاته په چيلنج وايم چې ته پينځوس تنه د ځان په ملاتړ را وباسه چې هغوى د پاکستان په ضد ناره وکړي."

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان ايالتي حکومت په وار- وار تور پورې کړى چې هند د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو ملاتړ کوي، خو خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو دا تورونه تل په کلکه رد کړي، مګر د هندي صدراعظم وروستۍ وينا پاکستاني چارواکيو ته دا پلمه په لاس ورکړه چې ګواکې هند په بلوچستان کې د وسلوال مقاومت تر شا ښکاره لاس لري.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG