د لاسرسي لېنکونه

ایرانې ورزشکارې کیمیا علي زاده المپیک لوبو کې برونزو مډال وګاټه


کیمیا علي زاده لومړنی ایرانۍ ښځه ورزشکاره ده چې په ریودې جینرو کې د المپیک د دوبې په سیایلو کې یې د سویډن د ټکوانډو ورزشکارې ته ماتې ورکړه او د ټکوانډو د برونزو مډال یې خپل کړ.

کیمیا علي زاده اتلس کلنه ده او د مسابقې پر وخت یې دسمال پر سر وو او تر ۵۷ کیلو ګرام په کم وزن کې یې د سویډن د ټکوانډو ورزشکارې نیکیتا ګلاسنویچ ته ماتې ورکړه.

علي زاده تر دې بري وروسته وویل: زه د ایران نجونو ته ډېره خوشاله یم ځکه دا لومړی وار دی چې په المپیک کې موږ مډال ګټلی او هیله لرم چې په بل المپیک کې به د سرو زرو مډال وګټو.

XS
SM
MD
LG