د بغلان والي وایي چې د کندزـ بغلان لویه لارد مسافرو پرمخ پرانېستل شوه.
د بغلان والي عبدالستار مبارز نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د کندز بغلان پر لویه لار د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه دغه لار اوس د مسافرو پرمخ پرانېستل شوې ده.
ښاغلي مبارز وایي چې په دغو عملیاتو کې ۳۵ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳۹ ټپيان شوي چې په وژل شویو کې د طالبانو د ډلې څو مهم غړي هم شامل دي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعاوې رد کړې او وایي چې د کندز بغلان لویه لار اوس هم د وسلهوالو طالبانو په کنټرول کې ده او په نښتو کې يي افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
عیني شاهدان وایي چې د کندزـ بغلان لویه لار اوسمهال د مسافرو پرمخ پرانیستې ده خو هغه کسان چې د طالبانو هدف دي پر دغه لار تګ راتګ نهشي کولای.