د لاسرسي لېنکونه

په افغانستان کې د امنیت خرابېدو له امله د زیاتو سیمو ته د ورتګ د امکان او له دې هېواد سره د نړیوالو د مرستو د محدودېدو له‎امله ښايي د میلیونونو ماینونو د پاکولو چارې د بندېدو له ګواښ سره مخامخ شي.

د پخواني شوروي د اشغال پر مهال په افغانستان میلیونونه ماینونه کرل شوي او داسې اټکل شوی و، د ماینونو پاکولو پروژه تر ۲۰۱۳ میلادي کاله بشپړه شي.

د افغانستان د خاورې له پينځو برخو، لږ تر لږه څلور برخې اوس له ماینونو پاکې دي خو د دې کار د سستوالي له امله د نړیوالې ټولنې هدف چې افغانستان له ماینونو پاک اعلانول دي، ښايي لس کاله نور ځنډیدلی وي.

افغانستان لا هم په نړۍ کې له هغو هېوادونو ګڼل کیږي چې ډېره زیاته سیمه ماینونو نیولې ده .

رویټرز خبري اژانس د ماین اکشن هماهنګۍ په نوم د ماین پاکولو د یوې پروژې د افغانستان د برخې د مشر محمد شفیق یوسفي په حواله ویلي چې څومره زیات وخت ماینونه په ځمکه کې پاتې کیږي هغومره د انساني تلفاتو امکان ورسره زیاتیږي.

په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۰۰ کیلومتره مربع ځمکه لا هم زړو ماینونو نیولې او د جګړې سیمې هم له ماینونو ډکې دي چې باید پاکې شي.

ملګري ملتونه وايي چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ سیمو کې چې د استوګنې سیمو ته نږدې دي ماینونه شته او د یو نیم زر کوچنیو ټولنو کې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG