د لاسرسي لېنکونه

د روسیې حکومت بلاخره موافقه وکړه چې د سوریې په حلب ښار کې د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وشي. دا پریکړه د حلب له ښاره د یوه زخمي ځوان دحالت د ویډیو د خپرېدو د اغېز له امله شوې ده.

دا هلک په یوه هوايي حمله کې زخمي شوی و چې د ویډیو خپریدو يې د حلب ښار دننه د وحشت داسې څرګندونه وکړه چې ډېر خلک ورته حیران شول. په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو زخمي ځوانکی، وحشت ځپلی په یوه امبولانس کې ناست دی او مخ او سر یې په خاورو لړلی دی.

حلب ښار چې د بشار الاسد د رژیم د مخالفو ملیشو مرکز دی له څو میاشتو راهیسې محاصره شوی او د روسیې پوځي الوتکې په دوامدار ډول هوايي حملې په‎کې کوي.

روسي جنرال سرګې کوناشینکوف پرون وویل چې راتلونکې اوونۍ به د ۴۸ ساعتونو لپاره په حلب کې اوربند وي او خلکو ته به د بشري مرستو رسولو هڅه وشي.

د کوناشینکوف په وینا، دا ازمایشي پروژه ده څو وکتل شي چې په‎دومره وخت کې څومره کومک رسیدلای شي. هغه ملګرو ملتونو ته ډاډ ورکړ چې په حلب کې د دې سازمان د مرستو رسوونکو امنیت به ونیسي.

XS
SM
MD
LG