د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

پکتیا غونډې ګډون ‎وال: ازادي په خپلو پیسو چلولو ساتل کېږي


په پکتيا کې د خپلواکۍ ۹۷مې کليزې د لمانځنې په ویاړ له تېرو څلورو ورځو راهيسې جشنونه روان وو او نن د همدغه ولايت په مرکز ګردېز کې لويه غونډه جوړه شوې وه چې په دې غونډه او پروګرامونو کې د پکتيا ديني علماوو، قومي مخورو، ولايتي ادارې او ځوانانو پراخ ګډون کولو تر څنګ پوليسو او افغان سرتېرو ته په ټټر د مېډالونو ورټومبلو تر څنګ ځينو خويندو او ورورڼو دوی په اوسنيو حالاتو کې د ازادۍ ساتونکو لقبونه ورکړل.

د دغې ورځې په لمانځغونډه کې د پکتیا چارواکو او ګڼو ولسونو تر څنګ، د دې ولايت ديني علماوو پراخ ګډون کړی وو او د غونډې ګډونوالو ته‌يې د دين په رڼا کې د ازادۍ په ارزښت ترلاسه کولو او ساتلو بېلابېلې خبرې وکړې.

د غونډې په پيل کې ديني عالم مفتي عتيق‌الله خالد د ځينو تاريخي واقعيتونو او ديني مسايلو ذکر کولو تر څنګ وويل، تر هغو پورې چې افغان ولس د دې خاورې په مقابل کې خپل مسؤليت لوی ونه‌ګڼي د ازادۍ په خوند به پوه نه‌شي.

پکتیا والي
پکتیا والي

نوموړي وويل، ازادي ګټل شوې او اخیستل شوې ده، خو دغه ازادي په مېړانه ساتل غواړي او په خبره‌يې د ساتلو لارې يې بېلابېلې دي، دې وطن کې شته فرهنګي ميراثونو ته په درنه سترګه کتل، په دې وطن کې د کادرونو روزنه او ګڼ نور مسايل‌يې هم ياد کړل چې د دې وطن د خپلواکۍ ساتنې تضمين کوي او دا يې د ازادۍ ساتلو لپاره بهتره وګڼله چې په ورځنيو چارو کې راکړه ورکړه په خپله سيکه افغانۍ وشي.

ښاغلي خالد وویل:

"بايد په دې فخر وکړو چې ازاد يو او دغه ملت يو خپلواک او ازاد ملت دی، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا د هېڅ‌چا تر انحصار لاندې نه‌ده، که هر څوک په چپه سترګه ورته وګوري هغه ته به ځواب ورکوو، په تمامه معنی باندې د دې وطن د ارزښتونو د ساتلو او احترام په خاطر بايد هغه کمه اندازه تاوان بايد وزغمو خو په دې وطن کې چې د دې وطن هغه پيسه چې لرو يې هغه بايد رواج کړو او په ورځنۍ راکړه ورکړه کې يې وکارو چې دغه مو خپلواکي تضمينوي."

نوموړي دا هم وويل چې که چېرته هر افغان د دې خاورې په مقابل کې خپل مسؤليت درک نه‌کړي، په دې وطن کې د بحران نه د راوتو هېڅ لار به ونه‌لري او په خبره‌یې لږ تاوان منل هم د دې خاورې د خپلواکۍ ساتلو تضمين کولای شي.

د غونډې په بېلابېلو برخو کې پخوانيو او عمر خوړلو قومي مشرانو او مخورو خپلې خاطرې له ګډونوالو سره شريکې کړې او هغه نا ويل شوې خبرې، چې له خپلو مشرانو يې اورېدلې وې هم د غونډې ګډونوالو ته واورولې.

پکتیا غونډه
پکتیا غونډه

جنت خان منګل يو له هغو مشرانو څخه وو، چې د غازي امان‌الله خان د ژوند په هکله‌يې له خپلو مشرانو اورېدلې کيسې د تالار ګډونوالو ته ويلې او په احساساتي او تنده لهجه‌يې پکتياوالو ته په خبرو کې وويل چې که اوس غواړي ازادي وساتي د وسله‎والو په مقابل کې دې چوپ نه‌پاتې کېږي.

ښاغلی منګل وايي:

"موږ ۹۷ کاله پخوا استقلال يادوو دغه استقلال په موږ حق لري، پرون زموږ نيکونو او پلرونو ټل او واڼه نيول، اوس زموږ همدغه دښمن راځي له موږ زموږ کابل نيسي، ستا په کابل کې انتحاري حملې کوي، نو څنګه غلی پروت يئ څنګه افغان ځانته وايئ، اوس بايد دا ازادي وساتو."

ده زياته کړه، د دې خاورې په وړاندې غازي امانالله او څو نورو مسؤليت نه‌درلود اوس هم موږ بايد مسؤليت ولرو، چې د دې خاورې د ازادۍ ساتلو او پاللو لپاره د يو بل سره اوږه په اوږه روان جنګ له خپلې خاورې وباسو.

پکتیا کې له تیرې شپې راهیسې د خپلواکی جشن ته تیاری نیول شوی و
پکتیا کې له تیرې شپې راهیسې د خپلواکی جشن ته تیاری نیول شوی و

په غونډه کې د پکتيا والي نصرت‌الله ارسلا د پکتيا له ولسونو، ځوانانو او ادارې مننه وکړه چې د دغه جشن غونډې او نورو پروګرامونو په ښکلي کولو کې رول لوبولی او برخه اخيستې ده.

ښاغلي ارسلا وویل:

"موږ په دې پوهېږو چې په ټول ملک کې جنګ دی، دلته پکتيا کې هم شته، خو د ولسونو دغه جشن لمانځل او په دومره تعداد زموږ سره د ازادۍ ورځ نمانځغونډه کې ګډونوال دا هيله راکوي، چې موږ يو ښه راتلونکی لرو او ستاسو له دغه ملي احساس نه زه مننه کوم، چې تاسې په دومره جوش خپلې ملي ورځې لمانځئ."

دا لومړی ځل دی چې په پکتيا کې د خپلواکۍ کليزه په داسې ډول لمانځل کېږي چې د خپلواکۍ ورځې نه يوه اوونۍ مخکې خلک خپل پروګرامونه کوي، جشنونه او اتڼونه کوي، د نن ورځې په دغه جشن غونډه کې د پکتيا ولايت المپيک رياست بېلابېلې نمايشنامې هم وړاندې کړې چې د خلکو په تودو احساساتو بدرګه کېدې.

XS
SM
MD
LG