د لاسرسي لېنکونه

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وایي، جرمني ته ترورېزم کډوالو نه‌دی راوړی.

مېرکل د چهارشنبې په ورځ ویلي اسلام تر هغه وخته په دې هېواد کې ځای لري چې په سمه توګه قانون مراعاتوي.

مېرمن مېرکل په نویشتري لیتز "Neustrelitz" ښار کې د خپل مسیحي ډیموکراټ ګوند لپاره په یوه انتخاباتي کمپاین کې د وینا پر مهال وویل چې اسلامي افراطیت هغه هېواد ته له ورغلو کډوالو سره اړیکه نه‌لري.

اغلې مېرکل زیاته کړه:

"د اسلامي دولت ډلې تندلاری ترورېزم داسې پدیده نه‌ده چې موږ ته له کډوالو سره راغلې وي، بلکې موږ دلته درلوده. دا هغه څه دي چې زموږ د امنیتي ځواکونو کار ته اړتیا پیدا کوي. دې پدیدې ته باید نړیوال تړاو ورکړل شي، ځکه پرته له دې موږ نه‌شو کولای د دغو ترورېستانو په وړاندې وجنګېږو."

تېر کال څه باندې یو میلیون کسان د منځني ختیځ، افریقا او نورو هېوادونو څخه د جګړو یا فقر له کبله جرمني ته ورسېدل.

په جرمني کې د دوی په وړاندې مخالفتونه هغه وخت ډېر شوه چې تېره میاشت په جرمني کې بېلابېل بریدونه وشوه او په درېيو پېښو کې کډوالو لاس درلود.

په جرمني کې د تېرې اوونۍ خپره شوې نظر پوښتنه ښیي چې ۵۲ فیصده خلک د کډوالو په برخه کې د مېرکل د پالېسۍ خلاف دي.

XS
SM
MD
LG