د لاسرسي لېنکونه

د داعش او القاعده اسلام‌پالو جنګیالیو احتمالي ترورېستي حملې


د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د داعش او القاعده غړي اسلام‎پال جنګیالي چې شمېر یې په زیاتېدو دی خپلو هېوادونو ته له ستنېدو سره-سم په احتمالي ترورېستي حملو لاس پورې کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان چې پر افراطي ډلو د بندیزونو څارنه کوي وايي، حکومتونو هغه ستونزې چې د نړیوالو ترورېستانو له‌خوا د ارتباطاتو د کارول شویو مېتودونو له پلوه د هېوادونو ملي امنیت ته متوجه دي، په ډاګه کړي.

د کارپوهانو دا ډله په خپل راپور کې زیاتوي چې خلک په دې هېوادونو کې د دې جنګیالیو په وسیله افراطي کېږي او باید تر څار لاندې وي او تحقیق ترې وشي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپور زیاتوي چې په لوړه کچه د تورو انټرنېټي شبکو د کارولو له کبله ان ډېر پرمختللي استخبارات هم د دوی د تماسونو او پیغامونو سیسټم ته نفوذ نه‎شي کولای.

تورې انټرنیټي شبکې د هغو زرګونو ویب‎سایټونو مجموعه ده چې د جنګیالیو د فعالیتونو د پټ پاتې کېدو لپاره کار ترې اخېستل کیږي.

تورې انټرنیټي شبکې د هغو زرګونو ویب‎سایټونو مجموعه ده چې د جنګیالیو د فعالیتونو د پټ پاتې کېدو لپاره کار ترې اخېستل کیږي.

تورې انټرنېټي شبکې د هغو زرګونو ویب‎سایټونو مجموعه ده چې د دې جنګیالیو د فعالیتونو د پټ پاتې کېدو لپاره کار ترې اخیستل کېږي.

د دې نتیجه د راپور له مخې دا ده چې حکومتونه هغه امتیاز ورو-ورو له لاسه ورکوي چې پخوا یې د ټکنالوژۍ له پلوه د ترورېستي ډلو په پرتله درلود.

کارپوهان وايي، د داعش د استخدام مسؤلان له ځوانانو سره د تماس تر نیولو وروسته هغوی پټو غونډو ته بیايي او هلته د پټو ارتباطاتو سیسټم ورښيي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو کمېټې دا راپور چې د دغه سازمان امنیت شورا ته وړاندې شوی وايي، که څه هم القاعده شبکې، اسلامي دولت ډلې او د هغو نورو متحدانو په افغانستان، عراق او سوریه کې له پوځي پلوه ماتې خوړلې خو د هغو له‌خوا ګواښ جدي او څو اړخیز دی.

کارپوهان وايي، د داعش د استخدام مسؤلان له ځوانانو سره د تماس تر نیولو وروسته هغو پټو غونډو ته بیايي او هلته د پټو ارتباطاتو سیسټم ورښيي.

کارپوهان وايي، د داعش د استخدام مسؤلان له ځوانانو سره د تماس تر نیولو وروسته هغو پټو غونډو ته بیايي او هلته د پټو ارتباطاتو سیسټم ورښيي.

راپور وايي، داعش ډلې له جګړه ځپلو هېوادونو څخه بهر د پیچلو او په څو پړاوونو کې د حملو په وسیله خپله وړتیا ښودلې په داسې حال کې چې د ټولې سیمې په کچه هم د داعش د متحدانو ونډه زیاته شوې ده.

راپور د مثال په ډول په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال د نوامبر او په بروکسل کې د مارچ میاشتې د هم مهاله حملو یادونه کوي او وايي چې په دې ترڅ کې خورا زیات معلومات د قوماندې مرکزونو ته استول شوي وو چې حکومتونه‌یې د افراطي ډلو تکتیک بولي، څو د دې دوامدار ګواښ د شنډولو لپاره د امنیتي ادارو د عملیاتو په وړاندې خنډ رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان د القاعده شبکې د فعالیتونو په اړه وايي چې دې ډلې او متحدانو یې په بېلابېلو سیمو کې خپل دریځ ساتلی او د لویو حملو په پلانولو او عملي کولو کې یې خپله وړتیا ښودلې.

راپور د حکومتونو له‌خوا د ورکړل شویو ارقامو پر بنسټ وايي چې داعش ډله په سوریه او عراق کې تر ۳۰ زرو پورې جنګیالي لري او زیاتوي، که څه هم په هوايي حملو کې د داعش زیات شمېر جنګیالي وژل شوي او د هغو کسانو شمېر هم زیات دی چې له لیکو څخه‌یې وځي خو په سوریه او عراق کې د دې ډلې له لیکو سره د نورو کسانو د یو ځای کېدو او د ماشومانو او قبایلو له‌منځه د جبري استخدام په مټ د دوی شمېر په زیاتېدو دی.

راپور : داعش ډله په سوریه او عراق کې تر ۳۰ زرو پورې جنګیالي لري.

راپور : داعش ډله په سوریه او عراق کې تر ۳۰ زرو پورې جنګیالي لري.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو کمېټه وايي، د داعش ډلې مالي وضعیت له جولای میاشتې راهیسې خراب شوی ځکه د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د تېلو د تولید پر کارخانو د هوايي حملو له کبله د تېلو په تولید کې په سلو کې له ۳۰ تر ۵۰ پورې کموالی راغی او په نتیجه کې یې په میاشت کې لسګونه میلیونه ډالر د دې ډلې له لاسه ووتل.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د عوایدو د کمېدو له کبله د داعش د جنګیالیو تنخواګانې هم کمې شوي دي خو دا ډله بیا هم د عُشر او شوکو له لارې خورا زیات عواید ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG