د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

کلیمزی: کونړ کې هاوان مرمیو ۲ ملکیان وژلي او ۴۹ ټپیان کړي


د کونړ مرکز اسعد اباد کې خلک له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د ۹۷ کلیزې په لمانځلو بوخت و، هره خوا د افغانستان درې رنګه بیرغونه رپېدل، ځوانانو او ماشومانو د هېواد بیرغونه په خپلو مخونو او لاسونو جوړ کړي و، په ولایت کې د افغانستان د ازادۍ ترانې زمزمه کېدې، ناڅاپه د هاوانونو د لګېدو غږونه پورته شول په دغو بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او دغه خوښۍ د خلکو په ویر او غم بدلې شوې.

د کونړ مرکز اسعداباد کې خلک له انګرېزانو د خپلواکۍ بېرته اخېستلو د۹۷ کلیزې د لمانځلو بوخت و
د کونړ مرکز اسعداباد کې خلک له انګرېزانو د خپلواکۍ بېرته اخېستلو د۹۷ کلیزې د لمانځلو بوخت و

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل، په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او نېږدې پنځوس ټپیان دي.

ښاغلی کلیمزی وايي:

"متأسفانه چې د افغانستان ذلیل دښمن د هاوانونو درې ګولې راوویشتلې چې په‎کې دوه تنه وژل شوي او نهه څلوېښت ټپيان دي ټول ملکي وګړي دي."

د ولایتي شورا رئیس حاجي جمال‌الدین "سیار" ازادي راډیو ته وویل، نن افغانانو د انګرېزي امپراطورۍ خلاف شعارونه ورکول، د خپلو غازیانو او شهیدانو یاد يې تازه کولو، د دې په ځای چې وسله‎والو مخالفینو دغه ورځ لمانځلی وی او د نورو افغانانو سره‌یې خپل غږ یو ځای کړی وی، خو هغوی هغه خلک په نښه کړل چا چې د انګرېزي امپراطورۍ غندنه‌یې کوله.

ښاغلي سیار زیاته کړه:

"دا چې نن د افغانانو لپاره د ډېرې خوښۍ ورځ وه او نن د ازادۍ د ۹۷مې کلیزې د لمانځنې جشن و، د ماشومانو ، ځوانانو او لویانو له‎خوا ډېر ښکلي مراسم و، خو بدبختانه چې زموږ د وطن دښمنانو له‎خوا داسې عمل ترسره شوی چې په‎کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شول او پنځه څلوېښت تنه ټپيان شول، موږ دغه ناځوانمردانه برید غندو."

مولوي نجیب‌الله حقیار وايي، افغانان د خپلو مشرانو په کارنامو ویاړي او که هر څومره ستونزو سره مخ شي بیا به هم دغه ډول تاریخي ورځې ولمانځي.

مولوي نجیب الله حقیار وايي، افغانان د خپلو مشرانو په کارنامو ویاړي
مولوي نجیب الله حقیار وايي، افغانان د خپلو مشرانو په کارنامو ویاړي

ښاغلي حقیار زیاته کړه:

"زه دغه برید په کلکه غندم، دا به بیا هم کېږي، خو زموږ ملي احساس به له ‎دې زیات ژوندی او پیاوړی وي، موږ د خپل هېواد د ابادۍ او عرضي تمامیت د ساتلو لپاره پوره هلې ځلې کوو."

په کونړ کې ولسي خلکو ته په‎ داسې حال کې دغه مرګ ژوبله واوښته چې د هېواد په اکثرو سیمو کې له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ اخیستلو په ویاړ جشنونه جوړ شوي و.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG