د لاسرسي لېنکونه

نن د ترکیې په دوو ختیځو ښارونو کې د پولیسو پوستو ته نېږدې دوه موټر بم چاودنې شوې دي.

یوه په وان ښار کې شوې چې درې تنه په‌کې مړه او شاوخوا ۴۰ تنه په‌کې ټپیان دي.

تر دې څو ساعته وروسته په ایلاژیک ښار کې دوهمه چاودنه وشوه چې هلته هم درې تنه وژل شوي او ۱۲۰ تنه نور ټپیان شوه.

تر اوسه د دې پېښو مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی، خو ترکي چارواکي دواړه چاودنې د منع شوي کرد کارګر ګوند یا "پي، کې، کې" کار بولي.

د وان د والي مرستیال خبریالانو ته ویلي یو کس چې د دغې ودانۍ مخ ته‌یې موټر پارک کړی وو، نیول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د حکومت او د کرد کارګر ګوند تر منځ اوربند مات شو، د ترکیې امنیتي ځواکونه تقریباً هره ورځ د "پي، کې، کې" سره په شخړو دي، خو وان ښار په عمومي ډول آرام وو.

"پي، کې، کې" په ۱۹۸۴میلادي کال کې د خپلواکۍ لپاره وسله‌واله مبارزه پیل کړې ده چې له هغه وخته د شخړو په نتیجه کې څلوېښت زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG