د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۰۴

بلخ کې د خپلواکۍ ۹۷مه کلیزه په امنه فضا کې ولمانځل شوه


د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۷مې کلیزې مراسم په بلخ ولایت کې په خوشالیو او اتڼونو سره ولمانځل شول.

دا مراسم د بلخ ادبي خوځښت له‎خوا، د بلخ ولایتي شورا، اطلاعاتو او کلتور ریاست او امنیه قومندانۍ په همکارۍ سره په امنه فضا کې ترسره شول.

دې مراسمو کې سلګونه افغانانو ګډون کړی و او په موتړو کې یې د ملي بیرغ د لېږد تر څنګ د مزار پر ښاریانو حماسي سندرې هم واورولې.

د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبیح‌الله احساس د یادو مراسمو په اړه داسې وویل:

"د بلخ ادبي خوځښت ویاړي چې نن‌یې د هېواد د خپلواکۍ ۹۷مه کلیزه په امنه فضا او خوشالیو سره ولمانځله، موږ له امنیتي ځواکونو څخه منندوی یو چې د دې مراسمو د امنیت چارې یې په ښه توګه ترسره کړې."

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷مې کلیزې په جشن کې ګډو‎نوالو اتڼونه هم ترسره کړل، دوی د مراسمو په پای کې د فردوسي واټ ته څېرمه د امان‌الله خان څلي ته د ګلونو ګېدۍ کېښودې.

دې هېواد د خپلواکۍ د ۹۷ مې کلیزې په جشن کې ګډون‎والو اټونونه هم ترسره کړل
دې هېواد د خپلواکۍ د ۹۷ مې کلیزې په جشن کې ګډون‎والو اټونونه هم ترسره کړل

په بلخ کې د هېواد د خپلواکۍ د لمانځلو په مراسمو کې دوه تنو ګډونوالو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"نوم مې زهیر ګل دی، د بلخ ادبي خوځښت هر کال دا مراسم په جشنونو سره لمانځي، سږ کال هم موږ دا کار ترسره کړ چې په‎کې سلګونه ځوانان، سپین ږیري او ماشومان ګډون لري. ټول دلته خوشحاله دي او په خوشحالیو دا ورځ لمانځي امنیت مو بلکل تأمین دی."

"غلام علي ملکزی یم، امنیتي تدابیر مو ښه و، هر خوا خوشحالۍ دي، خلک دا مراسم په جشنونو لمانځي او ټول له هیلو او امیدونو ډګ برېښي."

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۹۷مې کلیزې جشن په داسې حال کې په مزار شریف کې په خوشحالیو او ټینګ امنیت سره ولمانځل شو چې د امنیتي ځواکونو د معلوماتو پر اساس وسله‎والو مخالفینو هڅه کوله، تر څو تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG