د لاسرسي لېنکونه

روسي چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو، د یوې وسله‎والې ډلې څلور مشکوک غړي په سنټ پټرزبورګ کې د عملیاتو پر مهال ووژل.

د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویاند ولادیمیر مارکین پرون هغه اپارتمان ته چې هلته روسي فدرالي امنیتي ځواکونو دا څلور تنه وژلي وو، ورغی او جسدونه‌یې تسلیم کړل.

مارکین وویل، دا کسان په هغه لېست کې شامل وو چې د شمالي قفقاز په شخړو کې یې له وسله‎والو سره لاس درلود.

مارکین زیاته کړه چې دې کسانو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او د ډزو پر ترڅ کې ووژل شول.

عیني شاهدان وایي چې په سیمه کې یې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د مارکین په وینا په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته زیان نه‎دی رسېدلی.

XS
SM
MD
LG