د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

روسي الوتکو بیا د ایران له خاورې په کار اخیستو پر سوریې بمباري کړې


روسۍ جنګي الوتکې د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا د ایران له همدان هوایي ډګره والوتې او په سوریه کې یې بمباري وکړه.

روسۍ الوتکو یوه ورځ مخکې تر دې هم د ایران له خاورې په سوریه کې بمبارۍ کړې وې.

د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې "سو۳۴" الوتکې د ایران په شمال لوېدیځ کې د همدان له هوایي ډګره والوتې، په سوریه کې یې د دیرالزور په سیمه کې هدفونه په نښه کړل او بېرته سلامتې ستنې شوې.

د روسیې دفاع وزارت په بیان کې ویل شوي دي چې تر ۱۵۰ ډېر وسله‎وال چې په هغوی کې بهرنیان هم شامل دي، وژل شوي دي.

بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو د امریکا دا تورونه ردوي چې د کرېملېن دا پرېکړه چې په سوریه کې د بمباري لپاره د ایران له خاورې استفاده کوي، د ملګرو ملتونو له پرېکړه‎لیک سره په ټکر کې ده.

وروسته تر دې چې روسیې د سې شنبې په ورځ د ایران له همدان هوایي ډګره الوتکې والوزولې او په سوریه کې یې بمباري وکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل، په ایران کې د جنګي الوتکو درول له پرېکړه‎لیک سره په ټکر کې دی.

خو بل لور ته د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګي لاوروف تېره ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پرېکړه‎لیک څخه سرغړونه نه‌ده کړې.

د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګي لاوروف

ښاغلي لاوروف زیاته کړه:

"مرسته مو نه‌ده کړې، څه مو نه‌دي پرې پلورلي، جنګي الوتکې مو ایران ته نه‌دي سپارلي. روسۍ جنګي الوتکې د ایران په خوښه د روسیې هوایي ځواکونو له لوري په سوریه کې د ترورېستانو پر ضد عملیات کړي دي او د سوریې حکومت‌یې هم قانوني غوښتنه کړې ده چې له ایران سره هم همکاره دی."

د ایران پارلمان رئیس علي لارجاني پرون وویل چې روسیه په ایران کې دایمي پوځي اډه نه‎لري، خو ایران له روسیې سره ښه اړیکې لري او دا خبره په لوړ اواز او ښکاره کوو.

XS
SM
MD
LG