د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۱

ډېری ځوانان ځان د شاه امان‌الله خان د کارنامو پوروړي بولي


د افغانستان د نوي نسل په ‎منځ کې ډېر شمېر کسان ځان د شاه امان‌الله خان د احسانونو او کارنامو پوروړي بولي.

یو شمېر افغانان له انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کوونکي پادشاه امان‌الله خان کارنامې او فکرونه ستايي او وايي، هغه د یوه پرمختللي او سوکاله افغانستان هیله درلوده او سل کاله مخکې یې د پرمختګ لپاره مبارزه کوله.

ډېری ځوانان وايي، غازي امان‌الله خان شاوخوا ۱۰۰ کاله مخکې د افغانانو د پرمختګ، سوکالۍ او تعلیم مبارزه کړې او ارمانونه‌یې دا دی اوس یو په یو د پلي کېدو په حال کې دي.

دوی که ‎څه هم د پرمختګ او تعلیم په برخه کې له پلي شویو پروګرامونو راضي ښکاري خو د سوکالۍ او سولې راتلل هغه‎ څه بولي چې لا‎ هم افغانان ورته تږي دي.

د کابل پوهنتون یوه استاد او د ځوانانو د برخې فعال محمود مرهون ازادي راډیو ته وویل، د غازي امان‌الله خان مبارزې بلاخره له څو کلونو وروسته په دا وروستیو ۱۰ کلونو کې رنګ راووړ خو لا یې هم ارمانونه نه‌دي بشپړ شوي.

د کابل پوهنتون یوه استاد او د ځوانانو د برخې فعال محمود مرهون
د کابل پوهنتون یوه استاد او د ځوانانو د برخې فعال محمود مرهون

ښاغلي مرهون زیاته کړه:

"د شاه‎ امان‎الله خان لاره یوه عادي لاره نه‌وه. هغه یوه ډېره ستره مبارزه راپیل کړې وه. هغه مبارزه لا روانه ده. د تیارو په وړاندې مبارزه روانه ده. د موډرنیزم په طرف موږ په دې ۱۴ کلونو کې ډېر چټک ګامونه واخیستل. د شاه امان‌الله خان کوم ارمانونه چې و هغه کرار-کرار په حقیقت دا دی بدل شول خو یوازینی ارمان چې هغه نه‎دی ترسره شوی او غازي ډېرې هڅې ورته کولې هغه دا و چې مذهب د انسان د ژوند د هوساینې لپاره هغه غوښته."

ښاغلی مرهون ټینګار کوي چې د غازي امان‌الله خان نوم او نېښان به د تل لپاره وساتل شي او د ملي ارزښتونو د ساتلو لپاره به ټول په یوه خوله سره ودرېږي.

که څه هم ډېری ځوانان د غازي امان‌الله خان د ډېرو هدفونو د پلي کېدو خبره کوي خو ځیني نور بیا وايي چې که د غازي یو پلان هم تطبیق شوی وی، اوس به افغانان له داسې ناخوالو سره لاس او ګرېوان نه‌وی.

لیکوالې فرشتې احمدزۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې تل افغانان د مذهب، کلتور او دستور په نوم تحریک شوي او د غازي امان‌الله خان په څېر د وتلو شخصیتونو کارنامې یې له پلي کېدو پاتې کړي دي.

ځوانان: که د غازي یو پلان هم تطبیق شوی وای، اوس به افغانان له داسې ناخوالو سره لاس او ګرېوان نه وای.
ځوانان: که د غازي یو پلان هم تطبیق شوی وای، اوس به افغانان له داسې ناخوالو سره لاس او ګرېوان نه وای.

اغلې احمدزۍ وايي:

"د غازي صاحب کوم پلانونه چې هغه درلودل که عملي شوي وی نن به موږ هم د اروپا په سطحه و. ځکه چې هغه موږ ته همداسې پروګرامونه درلودل خو موږ اوس په کوم ځای کې یو. موږ خو ډېر خوار او زار یو. د دې ټولو تأثیرات دا دي چې تل په تاریخ کې راغلي چې دوی مذهب پلمه کړی، دین‌یې پلمه کړی، دود یې پلمه کړی دی خلک‌یې تحریک کړي دي د خلکو له احساساتو یې کار اخیستی او بېرته‌یې د همدغسې غازي امان‌الله خان غوندې خلکو سرونه‌یې پرې خوړلي چې اوس نه سر لري او نه سر سر!"

اغلې احمدزۍ سپارښتنه کوي ځوان نسل باید د بېلابېلو پلمو ښکار نه‎شي او اجازه ورنه‎کړي چې د هېواد په ګټه ملي پروګرامونه له تطبیق پاتې شي.

یو ډله ځوانان بیا وايي، هېوادنۍ مینه، د پرمختګ لپاره هڅې او ډېر کار د امان‌الله خان هغه کردارونه دي چې تل به‌یې د خپل ژوند څراغ وګرځوي.

اجمل جبارخېل له همدغو ځوانانو یو دی او وايي چې تل به د هغه د پروګرامونو د تطبیق لپاره له خپلو همفکرانو سره هڅې کوي څو ځوان نسل نور هم د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لستوڼي بډ وهي.

یو ډله ځوانان بیا وايي، هېوادنۍ مینه، د پرمختګ لپاره هڅې او ډېر کار د امان‌اللهخان له هغو کردارونه دي چې تل به یې د خپل ژوند څراغ وګرځوي.
یو ډله ځوانان بیا وايي، هېوادنۍ مینه، د پرمختګ لپاره هڅې او ډېر کار د امان‌اللهخان له هغو کردارونه دي چې تل به یې د خپل ژوند څراغ وګرځوي.

ښاغلي جبارخېل زیاته کړه:

"اوسنی نسل اوس هم ځانونه د امان‌الله خان غازي د احسانونو او د هغه د برنامو پوروړي ګڼي. هغه واقعاً یو داسې شخصیت و چې د خپل ملت لپاره‌یې ډېر ښه فکرونه درلودل. کله چې دا د افغانستان څخه بهر ته تلو او له هېواده وتلو ته مجبوره شو ځیني مشران داسې وايي چې د خپل هېواد یو څه خاوره‌یې په یوه بورۍ کې له ځانه سره یوړه او نور یې هېڅ هم له ځانه سره وې نه‌وړه."

د امان‌الله خان په لاس له انګرېزانو نه په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو کلیزه هر کال په افغانستان کې لمانځل کېږي.

سږ کال ډېرو ځوانانو په کابل، ننګرهار، پکتیا، کندهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د خپلواکۍ د جشنونو په جوړولو لاس پورې کړی او له ډېره وخته‌یې شپه او ورځ یوه کړې څو دا جشن په سمه توګه ترسره شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG