نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د جګړې د یوه ترخه حقیقت په اړه په لیکنه کې، د هغه پلار او زوی د ژوند په اړه مقاله خپره کړې چې د جګړې په دوو سنګرونو کې د یوه او بل پر ضد جنګېدل.
نیویارک ټایمز لیکي:
عبدالبصیر په فاریاب کې د حکومت د پلویانو ملیشو په ډله کې و؛ خو زوی یې د طالبانو په ملاتړ وسله اخېستې وه. دا پلار او زوی د جګړې په دوو خواوو کې د سرسختو دښمنانو په څېر سره جنګیدل.
د ورځپاڼې په وینا، عبدالبصیر یوځل ان پر خپل زوی مخامخ ډزې کړې وې او پر دې یې خواشیني څرګنده کړې وه چې مرمۍ یې خطا شوې وه او زوی یې د ده له بریده ژوندی وتلی و.
خو نیویارک ټایمز لیکلي، دې پلار او زوی د یوه او بل د وژلو تر دوامدارو ناکامو هڅو وروسته بلاخره روغه وکړه او له اوږدې دښمنۍ تېر شول.
د نیویارک ټایمز خبريال لیکي چې د شنبې په شپه، عبدالبصیر په کلي کې د خپل زوی د هرکلي لپاره میلمستیا کړې وه.
د ورځپاڼې په لیکنه، دا یوه ډېره پیچلې کیسه وه چې ښايي وروستۍ هم نه وي.
په فاریاب کې د عبدالبصیر او د هغه د زوی د ژوند دا برخه څرګندوي چې افغانې کورنۍ په څه ډول، یوې داسې جګړې خوړلې چې پای یې لاهم نه لیدل کیږي: هغه جګړه چې تر شا یې لویې ایډیالوژۍ لیدل کیږي خو حقیقت یې یوازې بدبختي او شکست دی.
سپوټنیک خپرونه:
سپوټنیک خپرونې په هلمند کې د جګړې او بشري بحران په اړه مقاله خپره کړې چې په یوه برخه کې یې د دې ولایت د ولایتي شورا د غړې نسیمې نیازۍ په حواله لیکلي:
هلمندیان له سخت بشري بحران سره مخامخ دي او د هلمند سقوط ښايي ډېره لېرې خبره نه وي.
د سپوټنیک به وینا، په هلمند کې وضعیت هره شېبه د بدلېدو په حال کې دی.
د لښکرګاه هوايي ډګر نه دی تړل شوی خو دې ولایت ته پروازونه کنسل شوي دي.
هلمند ته تللې لویې لارې بندې دي او له مرکز کابل سره د مستقیم ارتباط یوه لاره هم طالبانو پرانېستې نه ده پرایښې.
ایونینګ نیوز خپرونې د هغو اوو بریتانوي عسکرو نومونه خپاره کړي چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.
د بریتانیې د دفاع وزارت د بریتانیې په ختیځ ښار نورفوک کې اووه او یوه زرغونه سیمه د دې عسکرو په نوم اعلان کړل.
خپرونې لیکلي:
هغه اووه عسکر به چې د خپل هېواد لپاره په ځمکه وغورځېدل، د تل لپاره په یاد پاتې شي.