د لاسرسي لېنکونه

د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه د انتخاباتو د قانون تعدیلي طرحې ته په کتو وايي چې حکومت د شفافو انتخاباتو تر سره کېدو ته لېوالتیا نه لري.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده نن ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو د قانون تعدیل په ترتیب شوې طرحه کې له دوی سره مشوره نه‎ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستیو کې د انتخاباتو د قانون د تعدیل طرحه ترتیب کړې او ټاکل شوې چې یاده طرحه راتلونکې شنبې په ورځ د کابینې غونډې ته وړاندې شي.

بل‎خوا د افغانستان جمهوري ریاست وايي، یاده طرحه د مدني ټولنو او د انتخاباتو د څار د بنسټونو له مسؤلینو سره تر سلا مشورې وروسته ترتیب شوې ده.

XS
SM
MD
LG