د لاسرسي لېنکونه

logo-print

ترکیه پلان لري چې د یوه پروګرام له مخې ۳۸۰۰۰ بندیان خوشې کړي څو هغه ستونزې هواري کړي چې په زندانونو کې د ډېرو بندیانو د یوځای کېدو له کبله راپورته شوي دي.

دغه بندیان به تر نظارت لاندې وي.

د ترکیې د عدلیې وزیر نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې د حکومت له‎خوا دغه پروګرام منل شوی دی.

دی وایي، دغه اقدام یوازې د هغو بندیانو په برخه کې تطبیقیږي چې د تېر جولای تر لومړۍ نېټې دمخه بندیان شوي دي او هغه کسان به په‎کې شامل نه وي چې د قتل، ترورېزم او یا ملي امنیت د سرغړونې په تور بندیان دي.

د عدلیې وزیر ټینګار کړی چې دا خوشې کېدل د بخښنې مانا نه‎لري.

د ترکیې زندانونه د جولای د میاشتې تر کودتا وړاندې هم له اندازې ډېر ډک وو او د جولای د پنځلسمې تر کودتا وروسته ۳۵ زره کسان ور زیات شول.

ترکي چارواکي د دغې کودتا پړه پر جلاوطني مذهبي مشر فتح اله ګولېن اچوي او په مختلفو حکومتي کړیو کې یې د ګولېن پلویان یا نیولي یا یې له دندو ګوښه کړي دي، خو ګولېن په کودتا کې لاس لرل ردوي.

XS
SM
MD
LG