د لاسرسي لېنکونه

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د خان‌اباد ولسوالۍ اړوند د نواباد په امنیتي پوستو یې د وسله‎والو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

د خان‌اباد ولسوال حیات‌الله امیري ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎والو دا حمله نن سهار څلور بجې کړې وه چې له ماتې سره مخ شوه.

امیري وايي، په دغې جګړه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې او د وسله‎والو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه‌لري.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

کندز د افغانستان یو له هغه شمالي ولایتونو څخه دی چې وسله‎والو په‌کې فعاله او وخت ناوخت په افغان ځواکونو او دولتي تأسیساتو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG