د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت څه باندې ۱۰۰ وسله‎وال مخالفین وژل شوي او له ۹۰ زیات ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مخالفین د افغان ځواکونو په عملیاتو کې په ننګرهار، نورستان، لغمان، لوګر، غزني، پکتیا، خوست، هلمند، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي په یادو عملیاتو کې د ملي اردو ۲۰ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG