د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

یو کال کې د خوست هوايي ډګر پروازونو ته تیارېږي


د خوست هوايي ډګر پروژه چې د افغانستان په مهمو اقتصادي پروژو کې حسابېږي، دا ځل‌يې کارونه ښه پر مخ روان دي.

له څلورو میاشتو راهیسې د یاد هوايي ډګر د ځغاست لیکې، پر جوړولو هم عملاً کار روان شوی او دا مهال‌يې نیمايي برخه کریړ کولو ته چمتو شوې ده.

د هوايي ډګر د جوړولو د پروژې مشر انجینر عنایت‌الرحمن ازادي راډيو ته وویل چې تر لسو راتلونکو میاشتو به یاد هوايي ډګر د الوتکو پروازونو ته چمتو شي او د دې ترڅنګ به‌يې کرار-کرار د ترمینل په ګډون نور ضروري کارونه هم یو په بل پسې سرته ورسېږي.

انجینر عنایت‌الرحمن وايي چې د خوست هوايي ډګر خغاست لیکه د کابل هوايي ډګر څخه ډېره لږه کمه ده او که اړتیا پیدا شوه، په راتلونکي کې د الوتکو رن وې په هماغه اندازه هم د پراخېدلو ځای لري.

انجینر عنایت‌الرحمن زیاتوي:

"په مجموع کې د دې میدان اوږدوالی څلور کېلو متره دی چې د کولو ساحه‌يې دوه نیم زره متره په اوږدو، ۴۵ متره پلنوالی او ۳۰ سانتي پنډوالي کې ده، د هوايي ډګر په دواړو خواوو کې د دوو لویو ویالو کېندل او جوړول دي چې د هوايي ډګر اوبه بهر ته په‌کې انتقال شي، څلور میاشتې مخکې يې کارونه پیل شوي، ۱۱ سوه متره ساحه‌يې پخولو ته اماده ده، د پخولو چارې يې پیل شوي او ماشین ګیري يې تاسو عملاً په سترګو وینئ."

لیکوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار چې د یو شمېر نورو مدني فعالانو سره یو ځای د هوايي ډګر پروژې لیدلو ته ورغلی وو، وايي که‌ چېرې افغان حکومت د هوايي ډګر د کارونو تر بشپړېدو د غلام خان بندر ټرانزیټ کارونه خلاص کړي، نو له‌ دې هوايي ډګر به د خوست نېږدې ولایتونو په ګډون د پولې پورې غاړې پاړه چنار، کورمې همدارنګه شمالي او جنوبي وزیرستان زرګونه مسافر هم استفاده وکړي، ځکه د خوست هوايي ډګر دوی ته ډېر نېږدی دی.

افغان حکومت د ملي پروژو د امنیت په ساتلو کې د ځايي اوسېدونکو مرسته مهمه بولي، مدني فعال سپین روان نورزی وايي چې د خوست هوايي ډګر د پروژې په ټولو کارونو کې د خوست اوسېدونکي همکار دي.

ښاغلی نورزی زیاتوي:

"خوستوال ډېره مینه او لېوالتیا لري او کلونه‌يې همدا هیله وه چې دا ملي پروژه په خوست کې په ښه ډول تطبیق شي، خلک حاضر دي چې هر ډول همکاري ورسره وکړي، د پرانیستې پر مهال‌يې قومونو ژمنه وکړه چې د دې پروژې په امنیت او همکارۍ کې به د دوی د حکومت بې‌بوټه او بې‌دریشۍ عسکر وي."

مدني فعال فریدالله ظاهر وايي چې د یاد ولایت شاوخوا یو نیم لک ځوانان یوازې عربي هېوادونو کې کار او تجارت کوي.

دی زیاتوي د خوست هوايي ډګر په جوړېدو سره به نه‌یوازې هغو خوستیو مسافرو ته د تګ او راتګ نېږدې لارې پیدا شي، بلکې په‌ دې سره به د افغانستان ملي اقتصاد ته هم ډېره ګټه ورسېږي.

د خوست هوايي ډګر کارونه درې کاله وړاندې پیل شول، خو وروسته د مبهمو او ناڅرګندو علتونو له کبله‌يې کارونه ودرېدل، خو اوس ویل کېږي چې دا ځل د یادې پروژې د تطبیق پر وړاندې کوم څرګند خنډ نه‌شته او تمه ده چې د قرارداد سره سم به‌يې په ټاکلي وخت کې کارونه سرته ورسېږي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG