د افغانستان د لوړو زدهکړو وزيرې په کندهار پوهنتون کې د شاوخوا پنځه نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د درېيو ودانيو پرانیستنه وکړه.
په دغو ودانیو کې د علامه حبیبیې په نوم کتابتون، مېډیا سنټر او یو د ډوډۍ خوړلو صالون دی چې په خورا مجهز او عصري ډول جوړ شوي.
د لوړو زدهکړو وزیرې فریدې مهمند د سې شنبې په ورځ کندهار ته د سفر پر مهال د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون څخه د لیدنې وروسته په کندهار پوهنتون کې د درېيو مهمو ودانیو پرانیستنه وکړه.
وزیرې فریدې مهمند وویل:
"زما د ننني سفر هدف د کندهار پوهنتون څخه لیدنه او ورسره د درېيو هغه پروژو پرانیستنه وه چې د رغولو چارې يې تکمیل شوې وې."
د ډوډۍ خوړلو صالون چې په خورا عصري او مجهزه توګه جوړ شوی ۲۳ نیم میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی.
د مېډیا سنټر یا د رسنیو د مرکز پر ودانۍ یو نیم میلیون ډالر او د کتابتون پر ودانۍ درې نیم میلیونه ډالره لګښت راغلی چې ډېره برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایي پروګرام یا "یو، اس، اې، آی، ډي" لهخوا ورکول شوي دي.
چارواکي وايي چې د دغو ودانیو کار د یو نیم او دوو کلونو په اوږدو کې پایته رسېدلي.
د لوړو زدهکړو وزیرې د دغو ودانیو د پرانیستنې په مراسمو کې دغه راز ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په کندهار پوهنتون کې د طب پوهنځي لپاره ليليه او يو د تحقيقاتو د همږغۍ مرکز جوړ کړي.
راپور : محمدصادق رښتینی