د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ابتدائیه محکمې یو سړی تښتونکی پرون سې شنبې په اعدام محکوم کړ.

د ننګرهار والي د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي چې د ابتدائیه محکمې دا حکم په علني غونډه کې شوی او مجرم ته مدافع وکیل هم ورکړ شوی و.

په خبرپاڼه کې د محکوم هویت نه‌دی څرګند شوی.

د خبرپاڼې په حواله، دې سړي په ننګرهار کې د انسانانو په قاچاق کې لاس درلود او قتل‌یې هم کړی دي.

د محاکمې په جریان کې د یو شمېر قربانیانو د کورنیو غړي هم حاضر وو.

خو محکوم شوی سړی د ننګرهار د ابتدائیه محکمې د دې حکم پر خلاف د استېناف غوښتنه کولای شي.

XS
SM
MD
LG