د لاسرسي لېنکونه

روسی پيلوټ سرګي سیوسټیانوف چې څو ورځې په افغانستان کې له وسله‌والو طالبانو سره برمته و، پرون سې شنبې مسکو ته ورسېد او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د روسيې دولتي خبري اژانس "ایټرټاس" وايي چې د سیوستیانوف مېرمن او لمسۍ د مسکو په نړیوال هوايي ډګر کې د هغه هرکلي ته ورغلې وې.

سیوسټیانوف ایټرټاس ته وویل:

"زه پوهېدم چې ټوله موده زما د خوشې کېدو لپاره له طالبانو سره خبرې روانې وې. زه پوهېږم چې په‌ داسې مواردو کې خلک ډېر وخت برمته پاتې کېږي خو زه خوشحال یم چې خوشې شوم."

د روانې میلادي میاشتې په څلورمه د پاکستان د پنجاب صوبې یو پوځي"مې 17" هليکوپټر چې د ترمیم لپاره روسیې ته روان و، د لوګر په ازره ولسوالۍ کې بېړنۍ ناستې ته اړ شو.

په‌ دې هليکوپټر کې د روسي پیلوټ سرګې سیوسټیانوف په ګډون اووه تنه سپاره وو چې په پېښه کې زیان نه‌دی ور رسېدلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ایټرټاس ته ویلي چې دا کسان د شنبې په ورځ ورته سپارل شوي وو.

XS
SM
MD
LG