د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن به نن چهارشنبه په کوسوو کې وي او د هغه هېواد له ولسمشر هاشم تاچي او صدراعظم عیسی مصطفی سره به وګوري.

بایډن پرون د صربیا په بلګراد کې و او د هغه هېواد له صدراعظم او نورو لوړ رتبه چارواکو سره‌یې وکتل.

بایډن صربیا ته له رسېدو سره سم، د یو شمېر افراطي ملت‌پالو له پراخې مظاهرې سره مخامخ شو.

د صربیا حکومت مشرانو او بایډن د کتنې پر مهال، ګڼ شمېر افراطي ملت‌پال د صربیا ولسمشر د دفتر په وړاندې راغونډ شوي وو او د "ډونالډ ټرمپ ته رأیه ورکړئ" شعارونه‌يې ورکړل.

دا د امریکا د ولسمشر د مرستیال په توګه، د جو بایډن وروستی اوږدمهالی، رسمي، بهرنی سفر ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG