د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

صافی: په اوس وخت کې د لویې جرګې د رابللو امکان نشته


د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ د راپورته شويو اختلافاتو په ترڅ کې جمهوري ریاست وایي، ولسمشر بیا پر هغې سیاسي موافقې کتنه کوي چې پر اساس یې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شوی دی.

د ملي یووالي د حکومت د سیاسي توافق له مخې باید لویه جرګه راوبلل شي چې د نورو مواردو ترڅنګ د اجرائیه رئیس څوکۍ په صدراتي بدله کړي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وایي، په اوس وخت کې د لویې جرګې د رابللو امکان ځکه نشته چې د نورو ستونزو ترڅنګ د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات هم نه‌دي شوي چې د غړیو په ترکیب کې یې باید شامل وي.

په دې اړه ملالۍ بشیر د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد ودیر صافي سره مرکه کړې.

ښاغلی صافی د مرکې په پیل کې د سیاسي موافقې په اړه وایي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG