د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن پرون سې شنبې په بلګراد کې د صربیا له صدراعظم او نورو لوړ رتبه چارواکو سره وکتل.

بایډن بالکان هېوادونو ته په ‎دې سفر کې غواړي چې پر مهمو سیمه‎ییزو مسایلو چې امنیت او د سوداګرۍ پراختیا هم په‎کې شاملېږي، خبرې وکړي.

هغه پرون په بلګراد کې د صربیا له ولسمشر تومیسلاو نیکولیچ او صدراعظم الکساندر وچیچ سره وکتل.

بایډن صربیا ته له رسېدو سره ‎سم، د یو شمېر افراطي ملت‌پالو له پراخې مظاهرې سره مخامخ شو.

د دې کتنې پر مهال، ګڼ شمېر افراطي ملت‌پالو چې د صربیا د ولسمشر د دفتر په وړاندې را غونډ شوي وو د "ډونالډ ټرمپ ته رأیه ورکړئ" شعارونه ورکړل.

د "رادیکال" ګوند مشر وييسلاو شیشیل

د "رادیکال" ګوند مشر وييسلاو شیشیل

په بلګراد کې د افراطي ملت‌پالو د "رادیکال" ګوند مشر وييسلاو شیشیل چې د جنګي جنایتونو د ترسره کولو شک هم ورباندې کېږي، پرون روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"ډونالډ ټرمپ د نړۍ د یو ځای کېدو لاره پرانیزي، په امریکا کې د قدرت زړې حلقې به له‌منځه یوسي او هغه د روسیې ملاتړ کوي. ټرمپ د صربیا د ولس ملاتړ کوي. موږ د ټرمپ د ملاتړ لپاره خپل دلایل لرو."

جو بایډن به نن په کوسوو کې وي او د هغه هېواد له ولسمشر هاشم تاچي او صدراعظم عیسی مصطفی سره به وګوري.

کوسوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا خپل استقلال اعلان کړ.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال به د صربیا او کوسوو پر رهبرانو غږ وکړي چې هغه موافقه عملي کړي چې تېر کال د اروپايي اتحادیې په منځګړيتوب بشپړه شوه.

خو د صربیا صدراعظم الکساندر وچیچ پرون له امریکا او اروپايي اتحادیې سره د خپل هېواد د اړیکو په اړه ډاډ ورکړ او ویې‌ویل چې امریکايي پانګه‎والو ته به په خپل هېواد کې د ښار ښه شرایط برابر کړي.

د سربیا صدراعظم الکساندر وچیچ

د سربیا صدراعظم الکساندر وچیچ

الکساندر وچیچ زیاته کړه:

"زما په باور، زموږ حقوقي سیسټمونه به د موافقې ۲۳ او ۲۴ بند مواد خپل کړي او په‎ دې ډول به صربیا د امریکايي پانګه‎والو لپاره په زړه پوری هېواد شي. زما په باور موږ د دې توان لرو چې خپله ټولنه پر ډیموکراټیکو اصولو برابره پر مخ بوزو او زموږ قانوني سیسټمونه به د امریکايي پانګه‎والو لپاره د امنیت او د کار د شرایطو برابرولو بشپړې هڅې وکړي."

جو بایډن به د بالکان له هېوادونو وروسته، د دوشنبې په ورځ د ترکیې په لور وخوځېږي او بیا به لاتویا ته ولاړ شي.

دا د امریکا ولسمشر د مرستیال په توګه، د جو بایډن وروستی، رسمي او اوږدمهالی بهرنی سفر ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG