د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د افغانستان پر بېلابېلو مسائلو نړیوالې تبصرې


سټارز اېنډ سټرايپس خپرونې په افغانستان کې د طالبانو د جلا شوي څانګې د نوي ټاکل شوي مشر په اړه ليکلي چې د طالبانو جلا شوې څانګې، محاذ دادالله، مشر ملا امداد الله منصور ټاکل شوی چې د طالبانو د دغې څانګې د پخواني مشر ملا منصور دادالله وراره دی.

ملا منصور دادالله تېرکال د زابل ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کې د نورو سيالو طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو.

سټارز اېنډ سټرايپس خپرونې په دې مقاله کې ليکلي چې د طالبانو جلا شوې څانګې د خپل نوي مشر د ټاکل کېدو اعلان په يوه ويډيويي پيغام کې کړی دی. مقاله زیاتوي چې دا اعلان په زابل کې د یوې غونډې پر مهال شوی دی.

مقاله لیکي:

په ويډيو کې منصور ښکاري چې د طالبانو د محاذ دادالله مشري د وسله‎والو په حضور کې مني او ژمنه کوي چې د دې ډلې د وژل شوي مشر غچ به اخلي.

سټَف:

د نيوزيلاند خپرونه سټَف د افغانستان د توريستي سکتور په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي چې پر امنيتي ستونزو سربېره افغانستان توانېدلی بهرني سيلانيان جلب کړي.

مقاله د هغو بهرنيانو يادونه کوي چې هرات ولايت ته پر لاره د پوليسو له خوا ودرول شول.

پوليس له دوی سره يوځای روان شول او وروسته ورباندې د طالبانو له خوا حمله وشوه.

مقاله وايي، تراوسه څرګنده نه‎ده چې له دوی سره د امنيتي پرسونل يو ځای کېدل دوی وژغورل که يې په خپل حضور سره نور هم له خطر سره مخامخ کړل خو د حملې پر مهال لږترلږه پنځه بهرنیان ټپيان شول.

مقاله لیکي:

د اګسټ د څلورمې له دې پېښې وروسته دا روښانه شوه چې په افغانستان کې بهرني سيلانيان له څومره تهديد سره مخامخ دي او د دوی ساتنه د افغان پوليسو لپاره څومره ستونزمن کار دی.

مقاله د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي چې نوم يې نه‎دی اخېستل شوی، له خولې لیکلي:

دغه بهرني سيلانيان د پوليسو د هڅو په نتيجه کې ژوندي دي. که‎نه دوی ټول به اوس مړه وای.

مقاله د هغو شرکتونو او کسانو په اړه لیکي چې په افغانستان کې د سيلانيانو د سفر او اوسېدو تنظيموونکي دي.

د نيوزيلاند سټف خپرونه لیکي چې دغه شرکتونه چې افغانستان ته بهرني سيلانيان راولي، وايي، د تاوتريخوالي زیاتېدو له کبله دوی اړ شوي په وروستيو مياشتو کې د سيلانيانو ځيني سفرونه کم کړي.

ډېپلوماټ:

ډېپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د زده‎کړې په برخه کې پرمختګونو ته کتنه کړې ده او ليکلي يې دي چې په دغه هېواد کې د برياليتوب له مواردو څخه یو د زده‎کړو سکتور دی.

مقاله لیکي چې د طالبانو له سقوط وروسته د زده‎کړو څانګه د افغانستان له تر ټولو لويو لاسته راوړنو څخه ده.

مقاله ليکي چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې تر نهه لکه کم کوچنيان ښوونځيو ته تلل چې ټول يې هلکان وو. خو اوس دا شمېر لس چنده زیات شوی دی او د درې اعشاريه پنځه میليونه زده‎کوونکي چې د ټول شمېر دېرش فيصده جوړوي، نجونې دي.

مقاله د افغانستان د ښوونې او تربيې وزارت له خولې لیکي چې سږ کال نهه اعشاريه پنځه میليونه کوچنيان ښوونځيو ته ځي او دا د پخوا د هر بل وخت په پرتله، په ښوونځيو کې د ثبت شويو کوچنیانو تر ټولو لوی شمېر دی.

مقاله وايي چې يوازي سږکال يو اعشاریه يو میلیون نوي زده کوونکي د لومړي ځل لپاره ښوونځيو ته ولاړل.

د مقالې په وينا دا د پام وړ بريا د یو شمېر دلايلو له کبله ده چې د نړيوالې ټولنې مرستې، د افغان حکومت له خوا د زده‎کړو سکتور ته لومړيتوب ورکول او ملاتړ یې کول او تر ټولو مهم، له زده کړو سره د افغانانو خپله لېوالتيا د دې سبب شوې چې په افغانستان کې د زده‎کوونکو شمېر لوړ شي.

د ډېپلوماټ خپرونې مقاله لیکي چې اوس‎مهال افغانستان له امنيت او بيارغونې وروسته تر ټولو زیاته لګښت د زده کړې پر سکتور کوي.په دغه برخه کې د ښوونکو ظرفيت لوړولو ته لومړيتوب ورکول کيږي. مقاله لیکي:

د ښځينه ښوونکو شمېر هم زیات شوی دی. د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د ښوونې او تربيې د وزارت په ګډو هڅو د درې سوه ښځينه ښوونکو لپاره يو پروګرام پلی شو چې له مخې به يې ښوونکي نه يوازې درس ورکوي بلکه نوي ښوونکي به هم روزي.

XS
SM
MD
LG