د میزان میاشتې ۲۸ چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۹۷مې کلیزې سره برابره ده، د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د دې ورځې د لمانځلو په هدف جلالاباد ښار کې پراخ ترتیبات نیول شوي.
د ننګرهار د اصناف اتحادیې مرستیال حاجي عزیزالرحمن عرب ازادي راډیو ته وويل دوی د ولایتي ادارې په لارښوونه د ښار په مختلفو سیمو کې شل دروازې په ملي بیرغونو پوښلي او دارنګه ټولو دوکاندارانو تهيې هدایت کړی چې د خپلو دوکانونو شاوخوا سیمې په ملي بیرغونو او د غازي امانالله خان په انځورونو رنګه کړي.
ښاغلی عرب وايي:
"واقعاً د خپلواکۍ جشن لپاره په ټول هېواد کې تیاری نیول شوی خو په ننګرهار کې بیا د دې ورځې لمانځنې لپاره خاص تدابير نیول شوي ولایتي ادارې شپږ کمېټي ټاکلي چې یوه هم د جشن لپاره د چمتوالي کمېټه ده چې اصناف پهکې ډېره برخه لري، موږ تر اوسه په ټول ښار کې شل دروازې په ملي بیرغونو رنګه کړي او په ښار کې دوکاندارانو ته مو وظیفه ورکړې وه چې ټول دوکانونه په یو رنګ رنګه کړي او په همدې ترتیب دوکاندارانو د خپل دوکانونو دروازې په بیرغونو ښايسته کړي."
بلخوا د ننګرهار یو شمېر ځوانان وايي، دوی په ډېر شوق د جشن لمانځلو لپاره تیاريانې نيولي او د دې ورځې لمانځل په هېوادوالو کې د وطن احساس را ژوندی کوي.
دوی وايي:
"د نورو کلونو په پرتله سږ کال زیات تیاری نیول شوی او د ښار په هر ګوټ کې زموږ د اتل غازي امانالله خان عکسونه لګېدلي او هر څوک په دې هڅه کې دی چې د افغانستان دا درې رنګه بیرغ نه یا کالي وکړي او یا هم په مخيې رسم کړي او يا هم له ځانه سرهيي وګرځوي موږ ډېر خوشاله يو دې ورځې لمانځلو لپاره."
"تاسې ګورئ چې سږ کال په جلالاباد کې خلکو په خپلو کورونو ملي بیرغونه ځړولي او د جلالاباد ښار دومره رنګه شوی لکه ناوې چې سینګاره شي."
د هېواد د خپلواکۍ جشن د لمانځلو لپاره نهیوازې په جلالاباد ښار بلکې د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې هم چمتووالی نیول شوی او ان د ولسوالیو بازارونه هم په ملي بیرغونو ښکلي شوي دي.
راپور: شاه محمود شینواری