د لاسرسي لېنکونه

ایراني رسنۍ وایي چې چارواکو یو ایراني الاصله بریتانوی د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

دولتي خبري آژانس ایرنا نن راپور ورکړی چې دغه کس د ایران اړوند اقتصادي مسایلو کې فعال وو.

د دغه کس په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د بریتانیا حکومت ددغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

ایراني چارواکو تېرکال لږ تر لږه شپږ تنه چې دوه تابعیته وه د جاسوسۍ یا نورو امنیتي شخړو په تړاو نیولي و.

XS
SM
MD
LG