د لاسرسي لېنکونه

پاکستان ډېر کله د بلوچستان ایالت په ناکراریو کې هند ملامتوي او د اګسټ په اتمه چې په کوټه کې د روغتون مخې ته کومه چاودنه وشوه او تر اویا ډېر کسان په‎کې ووژل شول، په هغې کې هم یو شمېر پاکستانیانو دا تور پورې کړ چې په دې پېښه کې هند او افغانستان لاس لري.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال دا تورونه بې‌بنسټه وبلل او ازادي راډیو ته‌یې وویل:

"هر څوک باید خپل ګرېوان کې دننه وګوري او دا پوښتنه وکړي چې زما په تګلاره کې داسې څه شته چې دغه اوسني وضعیت ته‌یې لاره برابره کړې وي. حقیقت دا دی چې په دې سیمه کې ترروېزم شته دا ترورېزم که موږ په‎کې هغه او دغه ملامته کړو نو یوه لویه برخه مسؤلیت باید پر خپلو پالېسیو واچوو، فرضاً دا هندوستان دی، نو د هندوستان خلک خو دلته په ساده‌ګۍ نه‌شي ګرځېدای، افغانستان کې هم نه‌شي ګرځېدای، نو چې راځي او فرضاً هغوی دا کار کوي، دا زمینه چا ورته برابره کړه."

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني هم په یو ډول دا تور ردوي چې د بلوچستان په ناکراریو کې دې کابل یا نوي ډهلي لاس ولري.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیرحسین حقاني

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیرحسین حقاني

حسین حقاني اتلانتیک مجلې ته په یوې مرکه کې چې تازه خپره شوې ده، ویلي دي چې بلوڅانو له څو لسیزو راهیسې د پاکستان د دولت پر ضد وسله‎واله هڅه پیل کړې ده او دا هڅې هر وخت په ټیټه کچه وي چې کله ناکله اسلام‌اباد پر دې ناکراریو افغانستان ملامتوي او کله هم هند تورنوي، خو کله هم پاکستان نه‌دی توانېدلی چې دا تورونه ثابت کړي.

بل لور ته هند وایي چې بلوڅان له دوی څخه د ملاتړ هیله لري.

د اګسټ په پنځلسمه د هند د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د دغه هېواد صدراعظم نرېندرا مودي په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان حکومت په بلوچستان کې له خلکو سره بې رحمانه چلند کوي.

مودي زیاته کړه چې دی پر دې ویاړي چې د بلوچستان، کشمیر او د ګلګېټ سیمو خلکو سترګې هند ته وراوړي او له هنده د همکارۍ تمه لري.

مودي زیاته کړه چې دی پر دې ویاړي چې د بلوچستان، کشمیر او د ګلګت د سیمو خلکو سترګې هند ته ور اوړي

مودي زیاته کړه چې دی پر دې ویاړي چې د بلوچستان، کشمیر او د ګلګت د سیمو خلکو سترګې هند ته ور اوړي

ښاغلي مودي زیاته کړه:

"زه غواړم چې د بلوچستان له خلکو، د ګلګېت له خلکو او د پاکستان تر استعمار لاندې کشمیر له خلکو د زړه له تله مننه وکړم."

اتلانتیک خپرونه لیکي؛

دا ګرانه ده چې په بلوچستان کې د پېښو بې پرې راپورونه وړاندې شي، ځکه چې هلته خبریالان لږ دي او دا پېښې پخوانۍ ریښې لري.

د ۱۹۷۰م میلادي کلونو په ترڅ کې پنځه کاله په بلوچستان کې بېلتون غوښتونکو وسله‎واله مبارزه وکړه چې په دې جګړو کې تر اته زره ډېر کسان ووژل شول او بیا دا هڅې وځپل شوې.

اتلانتیک خپرونه لیکي چې د بلوچستان اوسنۍ ناکرارۍ سختې دي هلته د سړک پر غاړو مړي پراته وي، ډله‌ییز قبرونه موندل شوي، امنیتي ځواکونو د بلوڅانو مشران وژلي او د بشري حقونو ډلې وايي چې تر لس زره ډېر کسان په تېرې یوې لسیزې کې په بلوچستان کې ورک شوي دي.

د حسین حقاني په باور د بلوچستان لویه برخه د پاکستان د حکومت په کنټرول کې نه‎ده او د بلوچستان منتخب حکومت هم داسې انتخاب شوی دی چې بلوڅ ګوندونو په انتخاباتو کې برخه وانه‎خیسته.

XS
SM
MD
LG