د لاسرسي لېنکونه

د ایران امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې په دغه هېواد کې یې درې تنه چې دوی یې سني یاغیان بولي، وژلي دي.

پولیس وایي، دغه کسان نن په کرمانشاه ښار کې د پولیسو په ډزو ووژل شول.

دغه ښار د پلازمینې تهران جنوب لویدیځ ته په شاوخوا ۵۰۰ کیلومترۍ او د عراق د پولې په سل کېلومترۍ کې پروت دی.

دوی وایي له دغو کسانو سره یو انتحاري واسکټ او یو ماشیندار موندل شوي دي.

د دغو کسانو هویت نه دی ښودل شوی، خو تکفیریست بلل شوي دي، دا هغه اصطلاح ده چې په ایران کې تر ډېره د اسلامي دولت ډلې د غړیو په ګډون، تندلارو سني مسلمانانو ته کارول کېږي.

ایران وایي له څو میاشتو راهیسي چې تهران په عراق او سوریې کې خپل پوځي فعالیتونه ډېر کړي دي، د اسلامي دولت ډلې دا هېواد په نښه کړی دی.

د ایراني چارواکو په خبره په جون میاشتي کې دوی د اسلامي دولت ډلې لس غړي نیولي او له هغوی څخه یې شاوخوا ۱۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکې مواد ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG