د لاسرسي لېنکونه

د روسیې دولتي رسنۍ وایي د روسیې پوځ په سوریې کې هوایي حملې کړي او د لومړي ځل لپاره یې هغه جنګي الوتکي کارولي چې په ایران کې ولاړي وې.

د روسیې دفاع وزارت ویلي په نننیو حملو کې Tu-22M3او Su-34 ډوله جنګي جېټ الوتکي کارول شوي دي چې د ایران د همدان ښار له هوایي ډګره والوتې.

دغه وزارت ادعا کوي چې په دې بریدونو کې د سوریې په شمالي برخو کې د اسلامي دولت ډلې مرکزونه، د وسلو ذخیرې او روزنیز کمپونه په بریالیتوب سره ویشتل شوي دي.

په همدې حال کې نن د بشري حقونو څارونکې نیویارک مېشتي ډلې د روسیې او سوریې پر ګډو عملیاتو یې انتقاد کړی ویلي یې دي چې اورخپرونکې درنې وسلې یا بمونه یې په ملکي سیمو کې کارولي دي.

دغه ډله وایي، دا ډول بمونه په تېرو شپږو اونیو کې لږ تر لږه اتلس ځلې کارول شوي دي.

دوی د کیمیاوي وسلو د مخنیوي کنوانیسیون پر غړو هېوادو غږ کړی چې د اګست پر ۲۹ نېټه د ژنیو په غونډه کې دغه کړنه وغندي.

XS
SM
MD
LG