د لاسرسي لېنکونه

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي اسماعیل ارامز سره په کتنه کې له ترورېزم سره پر مبارزې او د بروکسل کنفرانس ته په چمتووالي ټینګار وکړ.

د اجرائیه ریاست له‌خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله او اسماعیل ارامز په لیدنه کې د افغان ځواکونو په تجهیز، په روانو حالاتو او د سیاسي توافقنامې په تطبیق هم بحث او خبرې وشوې.

وړاندې په خبر پاڼه کې راغلي چې ښاغلي عبدالله د وسله‌والو مخالفینو د ګواښونو پر وړاندې د افغان ځواکونو په بشپړ تجهیز ټینګار کړی.

د حکومت اجرائیه رئیس په داسې حال کې د افغان ځواکونو په تجهیز ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې په کندز او هلمند ولایتونو کې وسله‌والو مخالفانو جګړو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG