د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

ناخبري قانون کې عذر بلل کېداي شي؟


د هغو توکو انتقال چې هغه په قانوني لحاظ منع دي لکه وسلې او نشه یي توکي که د بې خبري په صورت کې هم وي لوی جرم دی.

ځیني کسان د ډېرو کمو پیسو په بدل کې هغه څه له یو ځای نه بل ځای ته د یو کس لاسي بکس، غوټه یا پنډ او نور لوازم وړي چې له منځ نه یې خبر نه وي چې څه پکې ایښودل شوي.

تجربو ښودلې چې لوی قاچاقبران د غیرقانوني شیانو د لېږد لپاره د نورو ګڼو طریقو تر څنګ له مېرمنو او ماشومانو څخه هم کار اخلي په دوی کې ځیني بې خبره وي خو ځینوته بیا ویل کېږي چې که ونیول هم شي دوی په هر ځای کې نفر لري بېرته یې خوشي کوي، د بېلابېلو وعدو په ورکولو سره یې هڅوي چې د دوی مواد هغه که هر څه وی انتقال کړي، خو په اصل کې داسې نه ده.

په کابل کې د جنایي جرمنو ریاست وایي چې په سلګونو داسې کسان یې نیولي چې دوی په بې خبري یا باخبري کې غیرقانوني توکي له یوه ځایه بل ځای ته انتقالول، د دوی په نظر په داسې مسایلو کې بې خبري عذر نشي کېدلی، په پیل کې د داسې نوی ځوان خبرې اورو چې د ده په وینا په دې نه پوهېده چې ګاونډي د نشه یي توکو غوټه ورباندې وړې وه.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG