د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا او د افغانستان په ولایتونو کې د روان امنیتي وضعیت په اړه ځیني مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، په رسنیو کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس د پلویانو ترمنځ جنګ مغلوبه ښه په درز کې روان دی.

ویسا وړاندې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د تېرو څو ورځو یو پر بل انتقادونو ته په اشارې سره لیکلي چې دغه حکومت د بهرنیانو طرحه وه او د هغوی له خوا زموږ پر ولس وتپل شو او راتلونکې یې هم تر ډېره بریده د بهرنیانو په تصمیم پورې تړلې دی.

که وغواړي چې همدغه حکومت له همدومره ستونزو او نه همغږۍ سره دوام وکړي، ښايي ډېر ژر د همدغسې څه شاهدان وو، یو څوک به پټ یا برالا راشي او د جنګ مغلوبه د پای ته رسېدو اعلان به وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د ملي یووالي حکومت خپل ځان خوري.

د اشرف غني او عبدالله تر منځ ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي:

د دوی تر منځ د تورونو او ګواښونو په لړ کې عبدالله پر اشرف غني نوي تورونه لګولي، نوموړي د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي چې په حکومت کې په پراخه کچه فساد او په قراردادونو کې فساد کوونکي له نړیوالې مافیا سره تړلي دي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې عبدالله عبدالله ویلي په ارګ کې کسانو خپل او خپلوان پر دندو ګمارلي دي، نوموړي ګواښ کړی چې له دې وروسته به په بله څېره راڅرګند شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د بغلان ولایت د امنیتي چارواکو په حواله لیکلي چې له وسله‎والو طالبانو څخه یې د دهنه غوري ولسوالۍ د بېرته نیونې لپاره عملیات پیل کړي دي.

په مطلب کې راغلي چې په سیمه کې د وروستیو نښتو له امله یو شمېر کورنۍ تېښتې ته اړ شوي دي.

په مطلب کې د بغلان والي د ویاند محمود حقمل په حواله ویل شوي چې سیمې ته نوي ځواکونه رسېدلي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د هلمند د جګړې په اړه لیکلي چې په هلمند کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه پاکستاني جنرالان رهبري کوي.

په مطلب کې د هلمند د امنیتي چارواکو په حواله لیکل شوي چې په دې برخه کې کافي اسناد په واک کې لري.

په مطلب کې د هلمند ولایت د پولیسو د ۵۰۵ بُست زون قومندان محمد حکیم انګار له خولې دا هم ویل شوي چې په دغه جګړه کې د پاکستان لشکر طیبه او لشکر جنګوي ډلو هم برخه اخېستې ده.

خو د سرچینې په حواله لیکل شوي چې اوس وضعیت کنټرول او افغان ځواکونه توانېدلي چې جګړه مهار کړي.

XS
SM
MD
LG