د لاسرسي لېنکونه

د روسیې او اذربایجان دفاع وزیرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو له خپل اذربایجاني سیال ذاکر حسنوف سره پرون په باکو کې وکتل.

د روسیې د دفاع وزیر له قوله ویل شوي چې د مسکو او باکو تر منځ پوځي همکاري باید له سره تنظیم شي.

هغه د روسیې او اذربایجان تر منځ همکاري د کسپین سمندرګي سیمې او د ګاونډیو هېوادونو لپاره ډېره مهمه وبلله.

د اذربایجان دفاع وزیر هم ټینګار وکړ چې له روسیې سره د پوځي همکاریو پیاوړتیا یې د هېواد لپاره حیاتي اهمیت لري.

دواړو چارواکو پر پوځي همکارۍ سربېره دغه راز د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د هغه کړکېچ د هوارۍ پر لارو چارو هم خبرې وکړې چې د لانجمنې نګورنو قره‌باغ د سیمې پر سر راپورته شوی دی.

XS
SM
MD
LG