د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې په جنوب ختیځ کې یوې چاودنه کې د پولیسو څلور افسران او دوه ملکیان ووژل شول.

د راپورونو له مخې چاودنه د دوشنبې په ورځ د دیاربکر ولایت په یوه ښاري له ګڼه ګوڼې ډک سړک کې د پولیسو د یوه مأموریت په مخ کې وشوه.

چارواکو وویل، په دغې چاودنه کې چې بم په یوه موټر کې و، موټربم ځای پر ځای شوی و، ۲۵ تنه ټپیان شوي چې اته‌یې هم پولیس دي.

د ترکیې چارواکو وسله‎وال کردان د دغې پېښې مسؤل بللي خو تر اوسه د دې پېښې چې په کرد مېشته سیمه کې وشوه، مسؤلیت‌ کومې ډلې په غاړه نه‎دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG