د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه د نیویارک ټایمز تبصره


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

افغان امنیتي ځواکونه سختې هلې ځلې کوي څو د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي.

د ورځپاڼې په وینا په داسې حال کې چې وسله‎وال طالبان هڅه کوي د لښکرګاه ښار پر لوري پرمختګ وکړي، افغان امنیتي ځواکونه کوښښ کوي چې دې ښار ته نژدې خپل سنګرونه وساتي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د هلمند مرکز لښکرګاه ته د ټولې سیمې لپاره د یوې دفاعې مهمې کرښې په توګه کتل کیږي چې د افغانستان حکومت ېې اړ کړی چې د دغه ښار د ساتلو لپاره پر خپلو ځانګړو ځواکونو هغو چې د ورځپاڼې په وینا د کوماندویي حملو لپاره عالي روزنه ورکړل شوې، اتکا وکړي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

په هلمند کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ساحه په وروستیو میاشتو کې تنګه شوې، د موسی کلا او نوزاد په ګډون چې د ۲۰۱۰میلادي کال په جریان کې په‎کې په زرګونو امریکایي او د ایتلافي ځواکونو سرتېري دیره وو، د څلورو ولسوالیو پر ډېره برخه طالبان واکمن دي.

د لیکوال په باور د هلمند د لسو نورو ولسوالیو د ساتلو لپاره اړتیا ده چې په دوامداره توګه له هوایي حملو کار واخېستلای شي او سیمې ته نور ځواکونه واستول شي.

واشنګټن پوسټ:

امریکایي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه ټولنیزه مسئله څېړلې او لیکي:

ځوانان د دې لپاره خپل هېواد پریږدي چې خپله راتلونکې په‎کې نه ویني.

ورځپاڼه د یوې ځوانې زده کوونکې کیسه کوي چې له افغانستانه یې وتل نه غوښتل خو بله چاره یې نه درلوده.

هغه چې اوس د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي، له دې ویرې چې په کابل کې یې کورنۍ ته خطر پېښ نه شي له ورځپاڼې غوښتي چې نوم یې ونه ښیي.

دغې ۲۴ کلنې نجلۍ واشنګټن پوسټ ته ویلي چې په افغانستان کې ېې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کاوه او وروسته له هغې چې د مرګ ګواښ ورته وشو، باید له افغانستانه وتلې وای.

دا وایي، د افغانسان په هیڅ ځای کې یې ځان خوندي نه احساساوه ځکه اړ شوه چې هېواد پریږدي.

هغې ورځپاڼې ته ویلي، افغانستان یوه بل مړي یا د یوې ښځې جسد ته اړتیا نه درلوده.

واشنګټن پوست لیکي:

دغه ځوانه نجلۍ د هغو ځوانانو د مخ په زیاتیدونکې لړۍ یوه کړۍ ده چې تر ډېره د نا امنیو او کاري فرصتونو د نشتوالي له امله له افغانستانه وځي.

ورځپاڼې په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو له پخواني سفیر جېمز کننګهم او د بروکنګز د تحقیقاتي انسټیټیوټ له څېړونکي وانډا فیلباب براوون سره هم خبرې کړي چې دواړو له افغانستانه د مغزونو وتل د دې هېواد له ناوړه اقتصادي وضعیت سره تړلي چې د نړیوالو ځواکونو د زیاتې برخې له وتلو سره نور هم خراب شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو محارب ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې پای ته ورسېد.

که څه هم د واشنګټن پوسټ په دې مطلب کې د هغو افغانانانو د دقیق شمېر په اړه څه نه‎دي ویل شوي چې هرکال له افغانستانه وځي خو په عمومي توګه ویل شوي چې دغه ارقام د ۲۰۱۵ میلادي کال پورې اړه لري.

ورځپانې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له قوله لیکلي چې ویلي یې دي د هغو یو میلیون کډوالو په سلو کې شل یې افغانان دي چې تېر کال اروپا ته رسېدلي او تقریباً د دوی نیمایي برخه هم ځوانان دي.

XS
SM
MD
LG