د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

شرکتونه: د ننګرهار صحت عامه یوازې یوه شرکت ته پروژې ورکوي


په ننګرهار کې د شخصي شرکتونو یو شمېر مسؤلین وايي، ځينې دولتي ادارې د قراردادونو په داوطلبي کې یوازې هغو شرکتونو ته برخه ورکوي چې له وړاندې نه‌یې ورسره جوړ جاړی کړی وي.

د مشرقي شیرزاد ساختماني شرکت مرستیال اسرائیل ازادي راډيو ته وويل، څه موده وړاندې د صحت عامه ریاست له‌خوا دوه کلینیکونه د داوطلبۍ لپاره اعلان شوي وو خو د دوی د هڅو سره سره ورته اجازه ورنه‎کړل شوه چې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د داوطلبۍ د ګټونکو اعلان پاڼه
د داوطلبۍ د ګټونکو اعلان پاڼه

​ښاغلي اسرائیل زیاته کړه:

"همدغه اوس هم تاسو لاړ شئ دا مې عریضه ده او دا مې اخبار دی ورته ووایئ، ولې داوطلبۍ کې برخه نه‌ورکوئ هېڅ‌چا ورنه تر اوسه پوښتنه نه‎ده کړې او نه‌يې څوک ترې کولای شي ځکه چې په صحت عامې ریاست کې همدا یو ځانګړی شرکت دی چې ټول قراردادونه اخلي ایا همدا یو شرکت دی که نور شرکتونه هم شته او تاسو خپله فکر وکړئ چې د څلورنیم سوه لکه روپو پروژه ده، دا چې کله بولۍ ته ځي نو پنځه ميلیونه یا شپږ میلیونه افغانۍ فرق په‌کې راځي نه دوه زره افغانۍ دا ښکاره ثبوتونه دي."

د مشرقي شيرزاد شرکت اعتراض پاڼه
د مشرقي شيرزاد شرکت اعتراض پاڼه

​نوموړي سره دوه عرض پاڼې په لاس موجودې وې چې یوه‌يې د صحت عامې ریاست ته او بله‌يې د ننګرهار ولایت مقام ته ليکلې وه.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی
د ننګرهار والي سلیم خان کندزی

په دغه عرض پاڼه کې دې شرکت غوښتنه کړې چې دوی یاد قرارداد د ورکړل شوي نرخ نه یو نیم فیصد ارزانه ترسره کوي او شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ به د افغانستان حکومت بودجې ته سپما شي، په دې غوښتنلیک باندې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي هم لاسلیک کړی او د قانوني اجراتو هدایت پرې لیکل شوی.

د اسرائيل په وینا بیا هم صحت عامې ریاست دوی ته په داوطلبۍ کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې.

ښاغلی اسرائیل وايي:

"هغه کوم قراردادونه چې و، یو هم پنځه څلوېښت ميلیونه و او بل هم همدومره اندازه و په یوه بولۍ کې دوه زره افغانۍ فرق راوستی او په دویم کې اتیا که اويا زره افغانۍ فرق راوستی دی، ما په خپله عریضه کې لیکلي اوس هم شته دی چې زه حکومت ته پنځه میلیونه افغانۍ تخفیف ورکوم والي صیب هم احکام پرې ورکړي خو بیا ولایتي ادارې هم د خپلو احکامو پوښتنه ونه‎کړه او همداسې پاتې شول."

ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

بل‌خوا د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی هم دا مني چې یاد شرکت ته د ننګرهار والي قانوني احکام ورکړي، خو دا چې ولې نه‌دي منل شوي په دې اړه به دوی پلټنه وکړي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي:

"تر کومه پورې چې د شرکتونو د قرارداد موضوع ده تاسو په حکم کې کتلای شي چې والي صیب د قانوني او اصولي کړنو هدایت ورکړی که قانوني ستونزه ونه‌اوسېږي او د شرکت په اصولو کې کومه ستونزه ونه‌اوسي نو موږ به په دې اړه څېړنه وکړو که چا په‌کې لاسوهنه کړې وي او نور اجرأت‌يې نه‌وي کړي هغوی سره به قانوني چلند وشي."

د ننګرهار ولایت مقام احکام
د ننګرهار ولایت مقام احکام

په ورته وخت کې د وحید حامد ساختماني شرکت مسؤلین هم دا خبره مني او وايي چې دغه ریاست د هغوی عریضې نه اخلي او دغه قراردادونه ځانګړي شرکت ته چې ورسره اړیکه لري، ورکوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ننګرهار صحت عامې رئیس ډاکټر نجیب کامه‌وال نظر هم له ځانه سره ولرو اما هغه د بوختياو له امله مخامخ مرکې ته حاضر نه‎شو او یوازې د ټیلیفون له لارې په شفاهي ډول پر ده لګول شوي تورونه رد کړل او زیاته‌يي کړه چې ده ټول قراردادونه د تدارکاتو د قانون په رڼا کې او د ولایت له‎خوا د ګډ کمېسيون په حضور کې ترسره کړي.

له دې وړاندې د ننګرهار د درې مهمو ادارو قراردادونه هم له داوطلبۍ پرته یوه شرکت ته ورکړل شوي و چې د ازادي راډیو د تحقیقي راپور له خپرولو وروسته لغوه او په دوهمه داوطلبۍ کې په یوه قرارداد کې اویا ميلیونه افغانۍ حکومت ته سپما شوې.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG