د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

منګل: افغانستان کې روانه جګړه اقتصادي عوامل لري


د افغان حکومت چارواکي وايي چې په افغانستان کې روانه جګړه اقتصادي عوامل لري او ګاونډیان نه غواړي چې دا هېواد په سیاسي او اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي.

د افغانستان د سرحدونو او قومونو چارو وزیر ګلاب منګل وايي، کله چې افغانان وغواړي خپلې اقتصادي سرچینې په لاس کې واخلي او د خپلو اقتصادي سرچینو څخه ګټه پورته کړي، نو دوی په دې هېواد کې جګړو ته زور ورکوي.

د سرحدونو او قبایلو وزیر چې تېره ورځ د یو حکومتي پلاوي په مشری میدان وردګو ته تللی وو، د قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل، ټول افغانان باید د خپل ښه راتلونکي په خاطر خپل یووالي وساتي او د حکومت سره همکاري وکړي.

دا چې د افغانستان ګاونډیان ولې په دې هېواد کې اقتصادي پرمختګ نه غواړي، ګلاب منګل يې په اړه د غونډې ګډونوالو ته وویل:

"هغه جګړه چې موږ ورسره لاس او ګریوان یو، د هغې عوامل هم په اقتصادي پورې مربوط دي، ګاونډیان غواړي چې د افغانستان لاس تل دوی ته اوږد وي، دوی غواړي چې بې کیفیته توکي يې په افغانستان کې خرڅ شي، خو په افغانستان کې مالونه تولید نشي، ګاونډیان غواړي چې د دوی اوړه او زراعتي تولیدات په افغانستان کې خرڅ شي، خو زموږ زراعت په خپلو پښو ونه دریږي، دوی غواړي چې برېښنا يې افغانستان ته راشي خو موږ دې د بندونو څښتن نه وو."

د افغانستان د سرحدونو او قومونو د چارو وزیر زیاتوي،کچیرې افغانان خپلې اقتصادي سرچینې په خپل لاس کې نیسي او مدیریت کوي يې، نو د بهرینو دښمنانانو د دښمنۍ سره مخامخ کیږي.

ده وویل که د کونړ پر سیند هم د افغان حکومت لخوا د سترو بندونو د جوړولو کار پیل شي، نو په ننګرهار او کونړ کې به جنګونه زیات شي.

د افغانستان د سرحدونو او قومونو د چارو وزیر په افغانستان کې د جګړو د ډېریدو لاملونه هم په ګوته کړل.

ګلاب وړاندې وویل:

"ولې پدې وروستیو کې جنګونو زور واخیست له هغه ورځې چې د سلما بند افتتاح شو د هېواد په جنوبي سیمو کې په هلمند او نیمروز کې جګړې زور واخیست، که زموږ دولت تصمیم ونیو چې د ترانزیټ د یوې لارې پر ځای نورې لارې پیدا کړو، د چا بهار له لارې د دنیا سره وصل شو، ولې دا په ځنو ګاونډیانو بده ولګیده او جنګونه ډېر شو."

د افغانستان د سرحدونو او قومونو د چارو وزیر په داسې حال کې د دې هېواد د زیربنايي پروژو پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو په دریځ او کړو وړو نیوکې کوي چې پدې وروستیو کې په میدان وردګو کې هم د بند چک د رغولو چارې پیل شوي دي.

د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني وویل چې د یادې ملي پروژې د امنیت د خوندیتوب لپاره يې د قومونو او ولسونو سره خبرې اترې کړي او په دې برخه کې ورسره د خلکو همکاري ډېره شوې ده.

ځونډي ګل زماني زیاتوي:

"موږ هم پدې هڅه کې یو چې د قومونو ترمنځ یووالي او د نظر وحدت رامنځته کړو، زه فکر کوم مخکې چې کومې ستونزې د قومونو تر منځ موجودې وې د دولتي کارمندانو په هلو ځلو، دعلماوو په کوښښونو او د قومي متنفذینو په سلام مشورو سره تر ډېره حده پورې حل شوي دي."

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړو او نورو قومي د افغان حکومت له مشرانو وغښتل چې په یاد ولایت کې د کانونو او نورو طبعیي زېرمو د غیر فني کیندونو او قاچاقو د مخنیوي لپاره لازمې هڅې وکړي.

دوی ټېنګار وکړ چې د وردګو د مرمرو او ګچو د کانونو نه په غیر قانوني ډول ترلاسه کیدونکې پیسې د وسله والو لاسونو ته ورځي او بیا په همدې پیسو وسله وال د افغان حکومت په مقابل کې جګړه کوي.

راپور نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG