د لاسرسي لېنکونه

د یوه نوي راپور له مخې افغانستان تېر کال د مرستندویو ټولنو پر کار کوونکو د بې‎سارو حملو ډګر و.

تېر کال او وړم کال په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو پر رسوونکو حملې کمې وې خو افغانستان لا هم د مرستندویو ټولنو لپاره لومړی خطرناک هېواد و.

د بشري مرستو د سلاکارانو ټولنه وايي، له افغانستان وروسته دوهم خطرناک هېواد جنوبي سوډان دی چې د بشري مرستو د ټولنو پر کار کوونکو تر ټولو زیاتې حملې په‎کې شوې دي.

د بشري مرستو د سلاکارانو ټولنه وايي، له افغانستان وروسته دوهم خطرناک هېواد جنوبي سوډان دی

د بشري مرستو د سلاکارانو ټولنه وايي، له افغانستان وروسته دوهم خطرناک هېواد جنوبي سوډان دی

دا ټولنه په خپل نوي راپور کې وايي، په تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جنسي تېريو، ډزو، چاودنو او تښتونو په ګډون د مرستندویو ټولنو پر کار کوونکو حملې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پرتله په سلو کې ۲۲سلنه کمې وې.

د راپور له مخې تېر کال د نړۍ په ۲۵ هېوادونو کې د بشري مرستو د رسوونکو مؤسسو پر کار کوونکو حملې شوې وې چې په نتیجه کې یې د دې ټولنو ۲۸۷ کار کوونکي زیانمن شول.

راپور زیاتوي چې له دې ډلې ۱۰۹ کسان مړه، ۱۱۰ ټپیان او ۶۸ کسان تښتول شوي دي.

په دې ۲۵ هېوادونو کې افغانستان تر ټولو خطرناک ځای و چې د بشري مرستو د رسوونکو مءسسو ۱۰۱ کار کوونکي په‌کې زیانمن شوي خو په جنوبي سوډان کې د زیانمنو مرستندویانو شمېر ۴۲ کسانو ته رسېږي.

راپور زیاتوي چې له دې ډلې ۱۰۹ کسان مړه، ۱۱۰ ټپیان او ۶۸ کسان تښتول شوي دي.

راپور زیاتوي چې له دې ډلې ۱۰۹ کسان مړه، ۱۱۰ ټپیان او ۶۸ کسان تښتول شوي دي.

په تېرو پنځو کلونو کې د مرستندویو ټولنو لپاره تر ټولو خونړی کال ۲۰۱۳ و.

پر دې کال د تشدد په ۲۶۵ بېلابېلو پېښو کې د بشري مرستو د رسوونکو قربانیانو شمېر ۴۷۵ کسانو ته ورسېد.

هغه پنځه هېوادونه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په اوږدو کې د بشري مرستو د مؤسسو پر کار کوونکو تر ټولو زیاتې حملې په‌کې وشوې لومړی افغانستان، دوهم جنوبي سوډان، درېیم سومالیا، څلورم سوریه او پنځم یمن وو.

په افغانستان کې د مرستندویو ټولنو پر کار کوونکو د حملو تر ټولو معمول ډول د هغو تښتول دي خو په جنوبي سوډان کې بیا د بشري مرستو پر رسوونکو وسله‌والې حملې ډېرې شوې دي، په داسې حال کې چې په سوریه او یمن کې په بمي چاودنو کې د بشري مرستو د ټولنو ډېری کار کوونکي مړه او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG