د لاسرسي لېنکونه

د عراق پارلمان له پنځو مياشتو ځنډ وروسته پنځه نوي وزيران تائيد کړل.

نن پارلمان د "تېلو"، "ټرانسپورټ"، "لوړو زده کړو"، "کورونو او رغونې" او "اوبو" د وزارتونو لپاره د صدراعظم حیدرالعبادي نوماندان تائيد کړل.

وکيلانو د سوادګرۍ وزارت لپاره نوماند رد کړ.

عبادي په فبرورۍ مياشت کې اعلان وکړ چې غواړي حکومتي څوکۍ تکنوکراتانو ته وسپاري خو د پارلماني ډلو له‌خوا له سخت مخالفت سره مخامخ شو چې د سياسي ګومارنو تمه لري.

شيعه مذهبي مشر مقتدا صدر د عبادي د وړانديز په ملاتړ او نورو اصلاحاتو لپاره ګڼ شمېر لاريونونه جوړ کړل.

په ځينو مواردو کې، لاريونونه د بغداد ګرين زون ته ورسېدل او لاريون کوونکي پارلمان او نورو دولتي ودانیو ته ننوتل.

XS
SM
MD
LG