د لاسرسي لېنکونه

د استانبول پوليسو پر درېيو محکمو چاپې وهلي چې د ناکامه کودتا په هڅو کې یې د لاس درلودو په تور د ۱۷۳ قضايي سيستم کارکوونکو د توقیف پرېکړه پلي کړې.

نننۍ چاپې له هغو ګڼ شمېر چاپو سره تړاو لري چې د ناکامې کودتا له هڅو وروسته وشوې.

د دې کودتا د هڅو تور د ترکيې حکومت پر يوه جلا وطنه مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن پورې کوي چې په امريکا کې اوسي.

په ټوله کې، تر پنځه دېرش زره زیات کسان د پلټنو پر مهال زندانيان شوي چې په‌کې اوولس زره‌يې په رسمي توګه توقف شوي دي.

زرګونه نور له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

ترکيې پر امریکا فشار راوستلی چې ګولېن ورته په لاس ورکړي.

د جولای په پنځلسمه شاوخوا ۲۴۰ کسان د ولسمشر رجب طيب اردوغان د حکومت پر ضد کودتا د هڅو پر مهال ووژل شول.

XS
SM
MD
LG